افغانستان

د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د هغه مهال‌وېش د تایید پخلی وکړ، چې خواله رسنیو کې خپور شوی دی.

د دې مهال‌وېش له مخې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به د نوي لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه ترسره شي.

د دې ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنه به د لېندۍ پر ۲۴مه پیل شي.

دې کمیسیون وړاندې ویلي و، چې مهال‌وېش تیار دی خو له سیاسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او شکایتونو کمیسیون سره له شریکولو وروسته به يې خپور کړي.Presedintal-election

د ټاکنو کمیسیون چارواکو ټینګار کاوه، چې د ولایتي شورا ټاکنې باید له ولسمشرۍ ټاکنو هم وروسته وشي، چې ولسمشریزې ټاکنې سمې مدیریت کړای شي، خو سیاسي ګوندونو ټینګار کړی چې باید یو ځای ترسره شي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به هم له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای وشي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ډاکټر غني هم ویلي، چې بیا نوماندېږي او دعوه کوي چې دې پنځو کلونو کې يې ځينې کارونه نیمګړي پاتې شوي باید پوره شي.

د دې تر څنګ د محمد عمر داودزي، حنیف اتمر، ډاکټر عبدالله عبدالله او ځينو نورو کسانو نومونه هم یادېږي.

د ټاکنیزې پروسې څارونکو بنسټونو ویلي، تېرو د ولسي جرګې ټاکنو ته په کتو د ټاکنو کمیسیون نشي کولی ولسمشریزې ټاکنې سمې مدیریت کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x