افغانستان

حامد کرزی: قطر دفتر کې د نویو غړو زیاتېدل، هیلې ډېرې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې طالبانو ومنله، چې له ګوانتنامو د امریکايي عسکر په بدل کې خوشي شوي پنځه تنه طالب مشران د قطر دفتر رسمي غړي شول.

دا اقدام د نورو کړیو تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ښه اقدام بللی او وايي هیله لري، چې د دوی په زیاتېدو سره به د سولې لپاره هڅې ګټورې شي.

هغه له اسوشیټیډ پریس سره خبرو کې ویلي، دا طالب مشران پېژني او «ښه خلک دي، هیله‌من يم چې د قطر له دفتر سره يې یو ځای کېدل، د افغان سولې لپاره ښه خبر وي.»

حامد کرزي ویلي، د سولې د هڅو هرکلی کوي، خو باید چې نور هېوادونه له افغان ولس پټه کومه معامله ترسره نه کړي.

حامد کرزی د هغو کسانو په لیست کې هم دی چې د مسکو ناستې ته غوښتل شوي دي، کومه چې پرلپسې د کابل ادارې له لوري شاته ټېل وهل کېږي.

افغان حکومت وايي دوی لا هم له روسیې سره د مسکو ناستې په تړاو هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو شنونکي اندېښنه لري چې حکومت په لوی لاس پر سوله‌ییزو هڅو ولسي بې باوري پیدا کوي.

ملا فضل محمد مظلوم، ملا خیر الله خیرخوا، ملا نور الله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري څو کاله وړاندې له ګوانتنامو زندان نه، له طالبانو سره د امریکايي بندي بو برګډال په بدل کې را خوشي کړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x