افغانستان

کابل د مسکو ناستې د بیا ځنډ هڅې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): روسي چارواکي وايي کابل اداره له تېرو دوو میاشتو راهیسې د مسکو ناسته پرلپسې شاته ټېل وهي.

دوه میاشتې وړاندې د سپټمبر په لومړیو کې د طالبانو په ګډون د دې ناستې خبر ورکړل شو، خو کابل دا وخت مناسب ونه باله او په غونډه کې يې له ګډونه انکار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې غونډه د ډاکټر غني په غوښتنه وځنډول شوه او په بیا کېدو کې به ګډون وکړي.

تېره اوونۍ روسي سرچینو وویل چې د اوونۍ پای کې (د نوومبر لومړۍ) به دغه ناسته وشي، خو بیا هم کابل وویل، ناسته کې ګډون ته تیار نه دي.

دې ناستې ته چې شاوخوا د ۱۴ هېوادونو استازي غوښتل کېږي، طالبان او د حامد کرزي د ادارې ځينې سیاسي څېرې يې هم په ګډونوالو کې دي.

پخپله حامد کرزی هم دې غونډې ته غوښتل شوی دی، خو تازه رویټرز د روسي سرچینو په حواله ویلي کابل ادارې په تېرو دوو میاشتو کې څو ځلې د غونډې نېټه ځنډولې ده.

که څه هم ظاهراً کابل په دې غونډه کې له ګډونه انکار نه کوي او ټينګار کوي چې له روسي اړخ سره په همدې اړه په خبرو بوخت دي، خو رویټرز د یو افغان چارواکي له خولې بل څه وايي.

دغه سرچینه زیاتوي چې له دوی غوښتل شوي چې د مسکو غونډه لغوه کړي، ځکه د مسکو دا ناسته د امریکا له لوري د سولې اړوند پیل شوې هڅې پېچلې کوې.

څو ورځې وړاندې د افغانستان چارو امریکايي کارپوه بارنټ روبین د امریکا ستراتېژي له دې اړخه هم ناکامه وبلله، چې د سیمې مطرح هېوادونه، لکه چين، روسیه او ایران په دې ستراتېژي کې نا پامه نیول شوي دي.

هغه ټینګار کوي چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو ګډون او همکاري د سولې اړوند ځينې شته شکونه هم له منځه وړلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x