افغانستان

میدان وردګ؛ امریکایانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ملکي تلفاتو په اوږدو کې یو ځل بیا هم میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ د خونړۍ پېښې شاهده وه.

تېره ورځ (جمعه، ۱۱لړم) امریکایانو د افغان عسکرو په ملګرتیا د یوې کورنۍ د پنځو غړو په ګډون شپږ تنه وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.

ځايي سرچینې وايي په ټپیانو کې یوه مېرمن او درې ماشومان شامل دي.

د نرخ ولسوالۍ د توکرک درې اوسېدونکي وايي عسکرو د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړې او شپږ کلیوال يې ژوندي له ځانو سره وړي دي.

د دې سیمې اوسېدونکو په خواله رسنیو کې د حکومت پر ضد توند غبرګونونه ښوودلي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پیل کړي عملیات د ولس پر ضد عملیات بولي.

د خلیل الله ایوبي په نوم یو تن د وژل شوي ماشوم له تصویر سره لیکلي: «دننۍ پیښې یوه ترهګر تصویر چې تیره شپه نرخ ولسوالۍ توکرک کلي کې یرغلکرو په بې رحمۍ سره شهید کړی وو ددې واړه معصوم وجود ټوټه ټوټه و.»

maidan-wardak-mulki-chapa1-1397-8-11
میدان وردګ؛ نرخ کې د بهرنیانو او کورنیو عسکرو له لوري وژل شوی ماشوم

هغه وړاندې لیکلي: «نن کله چې تاسو خپلو کورو کې سهار چای ته ناست وئ هلته تاسو سره خواکې دیوکور دروازه باندې پنځه جنازې ننوتې اوکله چې تاسو بیا مسجد کې دننۍ جمعې خطبه اوریده هلته مونږ دپنځو قبرو په سر دملاصیب ورستی بیان اورید.»

د میدان وردګو چارواکو د دې تلفاتو په اړه څه نه دي ويلی، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرې یوه ورځ وروسته غبرګون ښوودلی او جنایت يې بللی دی.

هغه د جنایت ترسرلیک لاندې لیکلي: «تیره شپه دمیدان وردګو نرخ ولسوالۍ توکرک دره کې امریکایي اشغالګرواو غلامانو یې دکورونو دروازې ماتې کړې، ۶ کلیوال چې ۵ یې د یوې کورنۍ وو، شهیدان کړي، ۱ښځه،۳ماشومان یې ژوبل کړي۶کلیوال یې له ځان سره وړي.»

یاده دې وي تر دې وړاندې هم د دې ولایت چک او تر هغه وړاندې جغتو د مرګونې ملکي مرګ‌ژوبلې شاهده وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx