
لوګر؛ طالبانو خوښۍ ولسوالۍ کې یو روغتيايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپاره
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري یو روغتیايي مرکز له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتيايي مرکز د خوښۍ ولسوالۍ په کنداب سیمه کې د طالبانو د روغتيايي کمیسیون د مسؤلینو له لوري پرانیستل شو، چې په مناسبت يې غونډه هم وشوه.
د سیمې اوسېدونکي وايي د روغتيايي مرکز د بیارغونې لپاره ډېره مرسته د سیمې اوسېدونکو وکړه، خو یوه برخه يې د طالبانو پر غاړه هم وه.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ټول پرې ۶۰زره افغانۍ لګښت راغلی، چې «ډېر یې د یادې سیمې د خلکو لخوا ورکړل شوی او یوه برخه لګښت یې د اسلامي امارت د صحت کمېسیون په غاړه و.»
طالبان د نظامي کمیسیون تر څنګ، په روغتیايي، اقتصادي، کرنیزو، ښوونیزو، فرهنګي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیونونه هم لري.
ورته ډېری مرکزونه امریکایانو او کابل ادارې په دې خاطر له منځه وړي، چې ګواکې هلته ټپي طالب سرتېري تداوي کېږي.
د پکتیکا په نکه، د میدان وردګو په چک، سید اباد او د ننګرهار په خوږياڼو کې ګڼ روغتیايي مرکزونه په بمباریو کې په نښه کړل شوي دي.