نظــر

لس ثانیې، چې رازق يې د ګور مېلمه کړ

عبدالروف سرتېر

د تلې شپږوېشتمه هغه ورځ چې د بهرنیانو او افغان عسکرو تر منځ يې د بېلتون کرښه را وکاږله او اوولس کلن استادان پخپلو شاګردانو د بې باورۍ وروستي حد ته ورسېدل، دوی پرېکړه وکړه چې نور به د خپل ولس پر ضد افغان عسکر د انټرنیټ له لارې روزي، ځکه په منځ کې يې طالب نفوذي بریدګر زموږ بېخ وباسي.

پورته ورځ، کندهار ولایت مقام کې یوازې لس ثانيې داسې راغلې چې رازق يې د ګور مېلمه کړ، مېلر يې په منډو ستړی کړ، بهرنیان يې پر داخلي همکارانو بې باوره شول، حکومت پلوه ډنډورچیان پر حکومت شکمن شول، د امریکا مزدوران پر امریکايي بادارانو شکي شول او د طالبانو تکتیک ته پنټاګون ګوته په خوله کې ونیوه!

نیویارک ټایمز لیکلي، طالب نفوذي سرتېری راغی، د انارو کریټ يې امریکايي مېلمنو ته راوړ، چې له دې سره يې ډزې پیل کړې، لسو ثانیو کې رازق، جنرال مؤمن او د لوا یو قومندان په وینو کې ورغړېدل، امریکايي جنرال او زلمی ویسا وتوانېدل چې تر روغتونونو ځانونه ورسوي او سکاټ مېلر ان خپله توپانجه را وایسته چې دا نو د جنرالۍ د رتبې لپاره امریکايي پوځ کې وروستی ډار بلل کېږي.

جنرال رازق چې کسانو يې پر زندانیانو خولې لګولې، جسدونو باندې يې بولې کړې، برقي شارټونه يې ورکړې او کندهار کې يې ځان ته د حکومتولۍ او پاچاهۍ اصول لرل، له مرګ وروسته په ناڅاپي ډول د رسنیو له لارې لوی او ان ملي شخص معرفي شو.

رازق له مېلر سره له ناستې وروسته په نښه شو، خدای خبر چې دې ناسته کې به څه و، خو عموماً هغه د امریکایانو لپاره داسې لاس په نامه ولاړ مسلم‌کُش یادېده، چې لوېدیځو رسنیو د امریکايي پوځ لپاره یوه تشه وبلله او ويې ویل چې بیا داسې اخلاصمند پیدا نه کړي، دې ناسته کې يې هم ښايي د مسلمان ولس پر ضد پر توطیه جوړولو سرونه سره ښورولې وې، خو یوازې لس ثانيې داسې راغلې چې دغه جګړه مار د خپلو بادارانو سره یو په صف کې د الله جل جلاله حضور ته ورغی.

انسان کله کله په دنیا کې دومره ډوب شي، چې ځان بېخې د دنیا خالق تصور کړي (نعوذ بالله) او غیر مستقیم د خدايۍ دعوه وکړي، خالد هادي چې د جنرال رازق د وحشتونو مسلسل موضوعات يې نړیوالو قضايي ادارو ته سپارلي، وايي رازق په دې وروستیو کې اټوم‌ضد وسایل هم پيدا کړي و، هغه فکر کاوه چې بل ډول نه وژل کېږم، څوک مې په اټومي وسلو نه په ګټې ونه وژني، خو په داسې حال کې ووژل شو، چې نرۍ یخن قاق يې له خړ پتلون سره په ځان کې و او د خپلو مسلحو بادارانو پر وړاندې خلع‌سلاح ولاړ و.

نو عبرت واخلئ، اې د رازق په پلونو روانو جګړه مارو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حیران

میلر مو ولی نه وژل چی رازق ووژل شو؟
که طالب د امریکا لاسپوڅی نه وایی ولی میلر په عینی میدان کی جوړ ووتل او افغانان ووژل شول؟

جميل

حيرانه؛ تل به همداسي حيرانه وې.
که ميلرئي هم وژلی وای بيا به دي ويل چي ترمپ ئي ولي نه واژه.
دا به دي اوريدلي يا لوستي وي چي دری امريکايان په شمول د يو جنرال ټپيان شويدي،خو دا خونخوره رازک تر ميلر ډير ظام او خونخوره و.صبر کوه ميلر به هم رازک غوندي د نورو غټو منافقينو سره و جهنم ته ور برابرکړي. انشا الله

شمس الحق

محترمه زه خپله تر همدا اوس لحظی د طالب نظام پلوی یم خو کله چی تاسو رازق واژا ولی مو میلر ونه واژه او که مو دا کار نوی کړی نو بیا یی پړه ولی پرغاړه اخلی ځکه چی که یی تاسو پړه پرغاړه نوای اخیستی نو په سیاسی لحاظ مو ډیره ګټه تر لاسه کوله هغه دا چی خلکو سل په سلو په امریکایانو باندی شک کاوه او د دوی پروړاندی نور هم حساسیتونه را پاریدل نو الله عالم دی چی په افغانستان کی څه لوبه روانه ده چاته پاک او چاته ناپاک ووایو ملت خو بیخی لارورکی دی

جميل

د طالبانو د نظام پلوې د يو خونخوره، منافق او وحشي غلام په قتل خوشحالۍ کوي نه ژړاوي ،هر مسلمان موئمن د داسي لوی دښمن خاين په قتلولو وياړي او نوروته ئي زيری ورکوي.د دي جنايتکاره قتل د ټولو مسلمانو خوښ شو خصوصاََ د کندهاريانو خو پوره زړونه په يخ شول .

لونګ

جمیل صیب: زه فکر کوم یوه مسلمان ته دا نه ښایی چه حتی د خپل دښمن پر وژنه هم خوشحالی وکړی څه سره چه خپل وطندار یی وی. ته به حتمآ پنجابی یی او یا بدی مور یا پلار پنجابی وی. بله خبره. مولانا سمیع الحق هم ووژل شو خبر یی؟ که اجتماعی پاڼو ته څیر شو ګورو چه خلک بر خلاف د ستاسو د سمیع الحق پر وژنه ډیر خوشحاله دی ته او خدای مو دا رښتیا نه ده ښه وګوره. درسته چه رازق وایی شخصی زندان هم درلود او یو بیسواده سړی وو،خو دا چه خلک یی اوس… نور لوستل »

آڅکزی

سلامونه ټولو ویونکو ته : درنو او معززو زړه ته رانژدی لوستونکو غواړمه حو نکتو ته اشره وکړمه : 1:زمونږ کورنی ټول په طالبانو کی وه او د شمال پر وړاندی جنګیده او مړی او زخمیان مو په کښی ورکړی دی خو اوس یی هر یو پیښمانی ښیی ځکه یی ښیی چی دخپلواکی دملی اتل ستر جنرال عبدالرازق خان او دمیلر تر منځ شخړه یو وار په دبی کی د ډیوریند پر سر سوی او هم دافغان صلح پر برابر خا رجیانو غوښتل د ډیورنډ کرښه ور امضا کړی خو رازق و نه منله خارجیانو غوښتل چی لوی کندهار نا… نور لوستل »

جميل

تر ټولو مهمه داده چي دا وسنجوو چي مسلمان يو کنه،داچي مبارکه کليمه وايومسلمان يو،بيا دا معلومه کړو چي ايمان شته کنه،پدي چي بې ايمانه جنت ته نشي تلای. کله چي مو دا احساس کړه چي د خپل خالق سره مينه لرو،دا احساس به الله سبحن تعالی پخپله را کي پيدا کړي چي د دوستانو سره ئي دوستي وکړو او د دښمنانو سره ئي دښمني،د دوستانو په مرګ به ئي ژاړو او د دښمنانو په مرګ به ئي خامخا خوشحاله کيږو،هغه وخت به پدې هم پوه شو چي موءمنان ټوله سره وروڼه دي،که افغان دئ ،که تاجک دئ،که اندونيزيايي دئ،که… نور لوستل »

آڅکزی

سلامونه جمیل جانه : نه پوهیږمه چی د محکوم افغانستان به او که دازاد افغانستان خو دا درته وایمه وروره مونږ ټول مسلمانان یو او هم وو او انشا الله اوسوو به وروره پښتون چی هر ځای میشت دی هلته هم ښه مسلمانی لری او هم اسلامی قانون لری هم لمونځونه کوی او هم روژی نیسی په دی ته ښه پوهیږی خو وروره چی پر افغانستان جهاد فرض بولی ولی یی پر پاکستان باندی فرض نه بولی : هغه په دی خاطر 1: دپاکستان قانون ټوله دکفر له قانون څخه جوړ دی .2 په اسلام کی جمعه رخصتی ده خو… نور لوستل »

حاجی خراباتی

دا لاندی تبصری می ولوستی،سیاسی مبصرینو داسی تبصری کړی ،چه سړی په رښتیا خواشینی کوی،یو مولینا صاحب یاد کړی،او بل استاد او مشر هم دی، په جنرال صاحب باندی زړه یخ شوی،،خو زه چه یو خراباتی یم ،سیاست سره هیڅ رابطه نلرم دا وایم.چه، مولوی صاحب سمیع الحق می ځیګر وه.او محترم جنرال صاحب می زړه وه.دواړه پښتانه او مسلمانان وه،دواړه د افغانستان وه،مولوی صاحب می عالیم وه،جنرال صاحب می عسکر ساتونکی وه.د دواړو په شهادت ځان خوار ګڼم،ځان یوازی احساسوم،، په دوی باندی د برید ترتیب کوونکی، پلان کوونکی ،پیسی ورکونکی زما دښمن دی،چه هغه هر څوک پیژنی چه… نور لوستل »

جميل

د شهيد مولانا قاتل لا ندئ معلوم، زما په اند د افغانستان کوم منافق خادست به و، که ئي درک معلوم شو در ښووم ئي.
دمرتد رازک ،غازي او شهيد قاتل عکسونه ډير راووتل، ويډيوئي هم په شهامت سايټ کي شته،هغه اوس د الله(ج) ميلمه دئ، فقط له ښاره څو ګامه دباندي ووزه دا رنګه غازيان به ډير وويني، قوي لاسونه دي بيا وغاړي ته ورنيژده کړه.

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx