
د ولس له غمه بي پروا حکومت
نن ټکی اسیا – سرلیکنه
د تیرې پنجشنبې په ماخوستن د کابل ښار په دویمې ناحیې د نادرپښتون جادې په خیر خوا مارکیټ کې اورولګیده چې وروسته پنځو نورو مارکیټونو ته هم ورسیده او سوداګرو ته یې په میلینونو ډالره تاوان ورساوه.
د پیښې د عیني شاهدانو په وینا چې اور لومړی د خیر خوا مارکیټ په یوه څنډه کې ولګیده خو د اطفايي د ناوخته رسیدو له کبله هغه په ډیره چټکي سره د ساحې نورو مارکیټونو ته سرایت وکړ.
محمد ابراهیم رسولی، په کابل ښار کې د الکترونیکي سامان الاتو د اتحادیې مشر وايي چې پوره دولس ساعته د کابل په همدې مهمې تجارتې سیمې کې دُکاندارانو په خپلو سترګو لیدل چې په دُکانونو یې اوربلیږي او څوک یې د خاموشه کوله هڅه نه کوي.
کوم امنیتي کسان او د اطفايي مامورین چې سیمې ته د اور وژنې لپاره راغلي وو هغوي د اور وژنې په ځای د دکانونو د مالونو او برقي توکو په چور او تالان مصروف وو.
د نادر پښتون جاده د ارګ په خوله کې پرته ده چې یواځې د مالیې او عدلیې وزارتونو ودانې یې د ارګ له ورودې دوازې څخه بیلوي ، په دغسي یوه مهمه سیمه کې چې دولت په ۱۲ ساعته کې د اور وژلو توان نه لري هغوی به بیا بل کوم ځای د ولسي شتمنیو د ژغورولو پروا وکړي؟
د سوځیدلې ساحې دکانداران وايي چې په دغې پیښې کې خواوشا زردکانونه سوځیدلې ، خو په ګډ حکومت کې د پوښتنې هیڅوک نشته چې له اړونده چارواکو څخه د دغې سترې بي غورې پوښتنه وکړي ؟
ایا تر دې وروسته به کوم سوداګر دیته زړه ښه کړي چې په دغسي شهر ناپرسان کې پانګونه وکړي؟
دا چې له یوې خوا د همدې بیواکه او بي پوښتنې حکومت په واکمني کې پانګوال د ارګ په دروازه کې د پیښو په عوض کې اختطاف کیږي او له بلې خوا یې په عین همدې سیمې کې له شتمنیو سره دغسي بي پروايي کیږي فکر نه کیږي چې نور دي څوک د هیواد په داخل کې پانګونې ته زړه ښه کړي.
ارګمشر د دې په ځای چې په دې پیښه کې له متضرر شویو سوداګرو سره خواخوږي وښيي او د هغوی د دلجويي په غرض سیمې ته ورشي د بیا ځلي کاندید کیدو لپاره په خپلو کمپایني هلو ځلو لګیادی او د ولایت د ودانۍ پرانیستلو په پلمه یې ځان د پکتیکا ولایت ته رسولی دی.
تر ټولو دمخه د کابل غلامی، ناوړه او فاسدی اداری ته د حکومت نوم یادول دی مظلوم مګر مجاهد اولس ته توهین دی، حکومت په خپلواک هیواد کی د خلکو له خوا جوړ شوی او د خلکو د سولی، امنیت او هوساینی د پاره کار کوی له ۵۰ هیوادو اشغال شوی هیواد کی غلامی اداری ته حکومت ویل د حکومت نوم او قاموس ته توهین دی . مونږ د کابل د ملګرو ملتو سره یو څو نورو ورونو په ګډون ملاقات درلود هغوی به تل امریکا او امریکایان ( لکه میرمن چه د ماشومانو پلار یادوی ) یادول، مونږ ورته… نور لوستل »