
ټاکنو کمیسیون: فراه کې نسکوره شوې چورلکه کې ټاکنیزې پروسې ته هم زیان رسېدلی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ په فراه کې د چورلکې نسکورېدو کې د فراه د ولایتي شورا د مشر، یوې غړې او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون ټول ۲۷ تنه ووژل شول.
تازه په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسیون وايي په دې چورلکه کې د رایو شپږ صندوقونه هم له منځه تللي دي.
په فراه کې د ټاکنو د ساحوي کمیسیون مشر منیر پارسا وايي په دې چورلکه کې شپږ صندوقونه له منځه تللي، چې پر ټاکنیزه پروسه اغېز کولی شي.
ههممهاله د ټاکنو خپلواک کمیسوین مرکزي دفتر هم تاییدوي او زیاتوي په چورلکه کې ټول اوه صندقونه له منځه تللي.
د دې کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي، کابل کې خبرې غونډې ته وویل، د دې تر څنګ د رایه ورکوونکو نوملړونه او د بایومټریک ماشینونه هم له منځه تللي.
دوی نه دي ویلي چې ولې يې تر نږدې پنځه ورځني ځنډ وروسته دا دعوه راپورته کړه.
طالبانو په فراه کې د دې چورلکې د ویشتلو مسؤلیت منلی او ویلي يې دي، د وژل شویو جسدونه به کندهار ولایت مقام کې د نفوذي طالب سرتېري له جسد سره تبادله کړي، چې حکومت هم باید هوکړه ورسره وکړي، کنه مسؤلیت به يې د حکومتي اړخ پر غاړه وي.