
بدخشان؛ طالبانو د قومندان په ګډون ۲۰ اربکیان وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲لړم، ۱۳۹۷ل): بدخشان کې د طالبانو بریدونو کې د اربکي قومندان په ګډون ۲۰ تنه وژلي دي.
د دې ولایت په ارغنجخوا کې د دادعلي شېوه سیمه کې طالبان د محی الدین په نوم د اربکي قومندان له اربکیو سره په جګړه شول.
طالبان وايي په ټوله جګړه کې يې دوه ملګري له لاسه ورکړي او یو بل ټپي دی.
دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دې جګړه کې يې د قومندان محی الدین په ګډون ۲۰ اربکیان وژلي دي.
بدخشان چې واوره هم پکې د جګړې د کمېدو علت نهشي کېدلی، طالبان وايي ښايي د اربکیانو تلفات تر دې هم ډېر وي او ممکن تر وارو لاندې شوي وي.
دا په داسې حال کې دی چې پرون هم طالبانو په بل شمالي ولایت فاریاب کې د توندې جګړې خبر ورکړ.
د سرچيڼې په وینا شیرین تګاب کې يې یوه قرارګاه نیولې چې درې عسکر پکې وژل شوي او ۱۹ ژوندي ګوتو ته ورغلي دي.