نړۍ

یوسفزی: پر طالبانو د مولانا سميع الحق اثر نه و

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱۳ لړم ،۱۳۹۷ ل): د دارالعلوم حقانيې سترې ديني مدرسې مهتمم او د جمعيت علماء اسلام س مشر مولانا سميع الحق وړمه ورځ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د نامعلومو بريدګرو له لوري د چړې په برید کې ووژل شو، تېره ورځ  يې په خپل پلرني کلي اکوړه خټک کې جنازه وشوه او په دارالعلوم حقانيه کې د خپل پلار مولانا عبدالحق رحمه الله تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

په رسنيو کې دا تأثر عام شوی و، چې طالبان په افغانستان کې د مولانا سميع الحق په امر جګړې کوي او پر هغوی اغېز لري او له همدې امله د امريکا په ګډون د ګډ حکومت مشر او نورو چارواکو وخت پر وخت له مولانا سميع الحق سره د افغان سولې او طالبانو د جګړې په اړه اړیکه نيوله.

خو د افغان چارو پېژندل شوی کارپوه او  څارونکي رحيم الله يوسفزي هغه تأثر ناسم بللی، چې مولانا سميع الحق پر طالبانو اغېز درلود په افغانستان کې يې د هغه په امر جګړې کولې.

یوسفزي ويلي، چې طالبان د خپلې جګړې لپاره خپله مدعی لري او په دې اړه له چا اغېزمن نه دي او له مولانا سميع الحق سره د طالبانو اړيکه دومره وه، چې ډېری مشران يې له دغې مدرسې فارغ شوي او له له روحاني پلوه له دارالعلوم حقانيې سره تړلي دي.

په عين حال کې يو شمېر څارونکي په دې باور دي، چې د مولانا سميع الحق له وژنې سره به د امن او سولې خبرې زيانمنې شي؛ ځکه چې هغه دا وړانديز کړی و، که امريکا له افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي، نو دی چمتو دی، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو لپاره درېيمګړی شي.

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان، د مسلم نواز ګوند مشر نواز شريف او نورو پوځي او ملکي چارواکو سربېره د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښين او طالبانو د مولانا سميع الحق په مړينه خواشيني ښوولې او دا يې د اسلامي علومو او ديني مدارسو لپاره ستر ضايعه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x