fbpx

د تصوف او عرفان هغه ستوری چې له مداره ووت خو روحاني ځلا یې لا هم زړونه تنويروي

وروستۍ برخه

عبد الرحیم (ثاقب)

تر امریکايي اشغال ورسته

پر افغانستان تر امریکايي اشغال وروسته هم جناب خلیفه صاحب د هیواد د نورو مجاهدو علماو په څیر آرم نه کیناست او په خپل ټول توان سره یې د خپلې سیمې خلګ د اشغالګرو خلاف جهاد ته تشویق کړل .

د امریکايي یرغلګرو خلاف جهاد کې یې هم د قربانۍ او سرښندنې لړۍ له خپله کوره پیل کړه ، په دې وخت کې سره له دې چې نوموړی د عمر په لحاظ ډیر مشر خو د عزم او ارادې په لحاظ تر ډیرو ځوانانو تکړه و.

زه د امریکايي اشغال په لومړنیو شپو ورځو کې د جناب خلیفه صاحب په خپل کلي کې د هغه لیدو ته ورغلم ..

ماسپښین مهال و مرحوم خلیفه صاحب د ماسپښین لمانځه لپاره د کلي په مسجد کې تشریف درلود.

تر لمانځه ووسته یې په مینه رغبړ راسره وکړ، زما د ورڼو او ملګرو پوښتنه یې راڅخه وکړه .

دا هغه مهال و چې امریکایانو د طالبانو بندیان ګونتنامو زندان ته لیږدول.

مرحوم خلیفه صاحب د هماغو بندیانو هم پوښتنه وکړه او ویل یې چې په عبدالحق مي ډیره اندیښنه او خوا بده ده .. له دې خبرې سره یې په سترګو کې اوښکې راغلي .

دا لومړی ځل و چې ما د شهیدانو یا بندیانو په اړه د خلیفه صاحب په سترګو کې اوښکې لیدې.

ځکه ما هغه وخت هم نوموړی لیدلی و چې خپل زوی یې مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب د کابل په شمال کې د شمالي ټلوالي د ځواکونو لخوا تازه اسیر شوی و.

د خپل زوی د اسارت په مهال ما کله هم د خلیفه صاحب مبارک په سترګو کې اوښکې نه دې لیدلې ، او نه ورباندې دومره متأثر و.

همدا راز د امارت د واکمنۍ په مهال چې به هرطالب په سیمه کې شهید شو نو خلیفه صاحب به یې شخصا ځان جنازي ته رساوه او د هغه خپلوانو اوکورنۍ ته به یې د تسلی او ډاډ خبرې کولې.

خو د ګونتنامو بندیانو په خبره یې زړه ډیر مات و او د هغو بندیانو له جملې څخه یې د ملاعبد الحق نوم مکرر یاداوه.

ملا عبدالحق (وثیق) د امارت د واکمنۍ په مهال د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال و چې د یوشمیر غدرکوونکو لخوا په غدر سره تر نیول کیدو وروسته امریکایانو ته وسپارل شو او هغوی ګونتنامو زندان ته یو وړ.

خلیفه صاحب د خپل عادت له مخې احسان فراموش نه و.

ملاعبدالحق وثیق به د خپل مسؤلیت په وخت کې د خلیفه صاحب او مجددي کورنۍ زیات درناوی کاوه ، ځکه خلیفه صاحب هم د ګونتنامو تر ټولو بندیانو وثیق ته زیاتې دعاوې کولې او ډیر يې یاداوه.

بس هماغه د ماسپښین تر لمانځه وروسته مو لنډه ناسته وکړه نور یې ماته د مأثرو اذکارو او مسنونو دعاګانو د ډیرو ویلو په توصیې کولو سره زه د مرحوم ریان صاحب کورته تري را رخصت شوم.

جناب خلیفه صاحب د امریکايي اشغال په مهال ترهغوپوري په خپل کلي او وطن کې پاتي شو تر څو یې د کابل رژیم بي مروته او مزدورو اربکیانو په کلي برید وکړ او د ده تر ټولو کشر زوی عبدالله اخوند زاده یې د ده په مخ کې په ډیر ظلم شهید کړ.

جناب خلیفه صاحب چې دا مهال د عمر په لحاظ ډیر کمزوري او پر افغانستان د امریکايي اشغال له وجې ډیر ناتوانه شوی و د خپل زوي د شهادت او د هغه د جنازې پر سر د هغه د وړو یتیمانو او کوروالو ژړا صحنه په خپلو سترګو ولیده ، خو بیايي هم جهادي حوصله له لاسه ور نه کړه، لومړی یې د شهید عبدالله اخوند زاده په روح د مبارک قرآن تلاوت وکړ او بیا یې د خپل کور ، کلي او سیمې خلګو ته وویل چې دا ډول مظلومانه شهادتونه زمونږ د ظالم دښمن د شکست زیری مونږ ته راکوي ، مونږ به د دغو شهیدانو په وړاندې بي تفاوته نه پاتې کیږو او د هغوي له یرغلګرو قاتلانو څخه به د هغوی انتقام اخلو.

اي مسلمانانو ! تاسو حوصله له لاسه مه ورکوي که مو دښمن هرڅومره ظالم او ځواکمن دي خو منتقم خدای مو ډیر طاقتور او مقتدردی ، هغه به حتما تري د خپلو مظلومو بندګانو انتقام اخلي .

د شهید عبد الله اخوند زاده تر شهادت وروسته بیا جناب خلیفه صاحب هجرت ته مجبور او د شهید له یتیمانو سره یوځای د یرغلګرو او د هغوي د بیدینه ملاتړو د مظالمو له وجې د کور او کلي پریښودو ته اړیستل شو.

خو د هجرت له دیاره یې هم په غزني ، خوست ، پکتیکا ، ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې د اشغالګرو په خلاف د مجاهدینو او عام ولس ترغیب او تشویق جاري ساته او تل به یې له خپلو متعلقینو، ارادتمندانو، شاګردانو ، مُریدانو او عامو خلګو سره په غونډو کې هغوي د اشغالګرو خلاف جهاد ته هڅول.

د ژونډ ټولنیز مشخصات یې

مرحوم خلیفه صاحب د خپلو علمي ، جهادي ، دعوتي او سلوکي کمالاتو او فعالیتونو له وجې یو فرد او شخص نه ؛ بلکې کاملا یوه علمي مدرسه او یو فکري مکتب و .

د نوموړي د عمر زیاته برخه په تدریس ، جهاد او دعوت الی الله کې تیره شوې.

مرحوم خلیفه صاحب د طریقه نقشبندیه د نورو خلفای کرامو په څیر له جهاد سره ځانګړی تعلق درلود.

د ژوند د هرې دینې شعبې په عملي کیدو کې یې په اتباع د سنتو ډیر ټینګار کاوه

نوموړی به تل ویلو چې کتاب الله او سنت الرسول د اسلام او تشریع اساسي مصادر دي.

باید د مسلمانو ټول کړه وړه که هغه عبادات دي ، که معاملات دي ، که نظام جوړونه او سیاست دی او که احوال شخصیه او اخلاق دي د قراني آرشاداتو ، او نبوي سنتو برابر وي ، له بدعتونو او خرافاتو څخه یې خلګ په کلکه منع کول.

د تصوفو او عرفان په برخه کې یې ټول کوښښ دا وه چې په دې پاکه سلسله کې څوک له ځانه جوړ کړي بدعتونو په عباداتو کې شمیر نه کړي.

ټوله هڅه او هاند یې دا وه چې د علم باطني په روح خلګ پوه کړي .

نوموړی به خپلو شاګردانو، متعلقینو او مریدانو ته دا توصیه کولو چې عمل په کتاب الله او حدیث د تصوف روح ده ، هرڅوک که غواړي اصلي صوفي اووسي هغه باید کتاب الله اوحدیث د خپل ژوند سرمشق وګرځوي او په کامله معنی پر هغه عمل وکړي.

له بدعتونو او خرافاتو لیري اووسي ، له خپلو مسلمانانو وروڼو سره محبت وکړي ، د الله د دین د فاع په لاره کې جهاد وکړي او د باطني تزکیې او پاکي لپاره له خپلو مشائخو او مرشدینو سره په تعلق کې اووسي.

پر دې سر بیره جناب خلیفه صاحب په خپل علمي او جهادي ژوند کې ځینې ډیرې ښې ځانګړتیاوې لرلې ، نوموړی د تدریس ، تعلیم او دعوت په برخه کې ښه عالم ، ښه مدرس او ښه داعي او په جهادي جبهاتوکې یو ښه مجاهد و ، د جهاد او تدریس ترڅنګ په ملي او ټولنیزو مناسباتو کې د خپلې ټولنې یو ملي او ولسي شخصیت و.

هرځای چې نوموړي وخت تیر کړي هلته به د سیمي خلګو د خپلو ټولو ذات البیني منازعاتو د حل او فصل لپاره ده ته مراجعه کوله او نوموړي به هم د خپل علم ، فقاهت او علمي بصیرت په رڼاکې د هغوي مشکلات ورته حل کول.

د جناب خلیفه صاحب ژوند ډیر ساده ، فقیرانه او له تجمُل ، ترفه او تکلف څخه پاک و .

نوموړی سره له دې چې د خپلي سیمې په کچه ښه مدرس، ښه مجاهد، ښه دعوتګر، په تصوف او عرفان کې ښه مرشد، او په اجتماعي مناسباتو کې ښه بلد ټولنیز شخصیت و، خو د دې ټولو کمالاتو باوجود یو نهایت مشفق او د بیوزله خلګو زیات خواخوږي و.

له هرچاسره یې تعامل لله في الله و ، هیڅ وخت یې د وخت د حاکمانو په تقاضا د اسلامي شریعت د احکامو له تعمیل څخه عدول نه دی کړی ، له ډیر ستر حاکم ، دولت مند، او یوه فقیر او عادي شخص سره یې تعمل یو ډول و .

دوځلي یې سعودي عربستان ته د حج د فریضې اداء کولو په خاطرسفر کړی ، او نور ټول ژوند یې په تدریس، دعوت ، جهاد ارشاد او ریاضت کې تیرشوی دی.

ښايي له حضرت نور المشائخ او ضیاء المشائخ رحمهما الله تعالی وروسته له جناب خلیفه صاحب بشیر پرته د تصوف او عرفان په برخه کې بل چا نه دومره فعالیت کړی وي او نه یې هم دومره شاګردان، متعلقین اوارادت مندان درلودلي وي.

حتی له افغانستانه بهر هم ډیر کسان د خلیفه صاحب په مریدانو کې شامل و چې د هغو له جملي څخه یو عراقي عالم الشیخ ابو توحید و چې د شوروي اشغال په مهال جهاد ته راغلی او بیا په غزني ولایت کې د نوموړي کلي ( بشیر کلي ) ته ورغی او هلته یې وخت ورسره تیر کړ.

جناب خلیفه صاحب مرحوم د علم او تدریس په برخه کې په زرګونو شاګردان لری او د هغه ترڅنګ په باطني علم کې یې د خلیفه صاحبانو شمېر له اتیا تنو څخه اوړي، چې ځينې يې وفات او ډېری یې اوس هم په کابل، کندهار، غزني، پکتیا، پکتیکا ، مزار شریف، د ډیورڼد کرښې پوري غاړي په پیښور او کویټه کې د تصوف او ارشاد په خدمت بوخت دي.

د مرحوم خلیفه صاحب د ژوند محصول پنځه او لادونه دي چې د هغوی له جملې څخه دری نارینه او لادونه هر یو مشر ملامحمد ابراهیم اخوند زاده د کمونیستي اشغال په مهال د کمونیستانو لخوا شهید کړای شو، کشرعبدالله اخوند زاده صاحب یې د امریکايي اشغال په مهال د امریکايي مزدورانو لخوا شهید کړای شو او منځوي زوي یې مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب د اسلامي امارت د حاکمیت په مهال له مفسدینو سره د مقابلې په ترڅ کې اسیر او ډیر وخت یې په اسارت کې تیر کړ.

چې په دې اساس جناب خلیفه صاحب د ابو الشهیدین لقب په خپلولو سره هم د شوروي اشغال په خلاف له خپله کوره د اسلام په دفاع کې شهید ورکړي ، هم یې د امریکايي اشغال په مهال له خپله کوره شهید ورکړي او هم یې له مفسدینو سره د مقابلې په مهال کې له کوره اسیر لرلی دی.

د جناب خلیفه صاحب قائم مقام او ځای ناستی

د خلیفه صاحب مرحوم د دوو زامنو تر شهادت وروسته د هغه په نارینه او لادونو کې اوس یو مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب د هغه خلف صالح ، قائم مقام او ځای ناستی دی.

محترم مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب هم د خپل والد بزرګوار له نیکې علمي، اصلاحي ، ارشادي او سلوکي تربیي څخه په ښه توګه برخمن او د خپل والد بزرګوار په حسنه اخلاقو او ښه تعامل متصف دی.

نوموړی سره له دې چې د خلیفه صاحب په ژوند کې د هغه په خدمت سخت مصروف و مګر د هغه ترڅنګ یې جهادي ، دعوتي او سلو کي فعالیتونه هم پر مخ وړي او په دې برخه کې یې ښه رول لرلی دی .

نوموړی په جهادي برخه کې همدا اوس په خپلې سیمې کې د امریکايي اشغالګرو په خلاف د یوې مجهزې جهادي دلګۍ د مشري ترڅنګ نورهم د دعوت او ارشاد په برخه کې خپل فعالیت کوي.

په تصوفي او سلوکې برخه کې یې هم د تصوف او ریاضت ټول مراحل د خپل والد صاحب تر مراقبت او روزنې لاندې په احسن وجه تکمیل کړي او له امله یې د لومړي ځل لپاره خپله د جناب خلیفه صاحب لخوا د خلافت دستار ورپه سر کړل شوی او دوهم ځل د خانقاه عالیه نقشنبدیه قلعه جواد کابل د سجاده نشین حضرت احمد امین جان مجددي صاحب لخوا اعزازا د خلافت دستار ور په سر کړل شو.

نوموړي د مرحوم خلیفه صاحب د صالح خلف په توګه د جناب خلیفه صاحب ټولو متعلقینو او ارادتمندانو ته قابل قدر او احترام دی او ټول ورته د مرحوم خلیفه صاحب د ځای ناستي په سترګه ګوري.

وفات او رحلت یې

جناب خلیفه صاحب (رحمة الله علیه) په خپل حیات کې ډېر بې تکلفه او عادي ژوند درلود چې دې بي تکلفي یې په صحت هم ډیر ښه تاثیر درلود.

نوموړی ډیر وخت په تدریس ، دعوت او ریاضت تیرا وه.

د شپې قیام اللیل ، د ورځې پر فرائضو سربیره نور ټول مسنون مؤکد معمولات ، د دوشنبې او پنجشنبې د ورځې روژه یې په ډیر اهتمام تر سره کول.

همدي مذهبي معمولاتو د نوموړي پر صحت داسې مثبت اثر درلود چې سره له دې چې اوس په خپله سیمه کې د ده هم عمره څوک نه وه مګر د ده صحت ډیر ښه او خپل ټول معمولات او ورځنۍ چارې یې په ښه توګه تر سره کولې.

نوموړي په خپل ټول ژوند کې دوه ځله ناروغه شوی چې یوځل څلور کاله وړاندې د توبرکلوز په ناروغۍ مبتلا او بیرته تري روغ شو ، اودوهم ځل څلور میاشتې وړاندې د ضعف او کبر سن له وجې پرمختلفو ناروغیو مبتلاء شو چې له امله یې پر بستر پري وت خو دا هرڅه یې په سړه سینه وزغمل.

بالاخره د معرفت، روحانیت او علمیت دغه ځلانده ستوری د (۱۴۴۰هـ ق د محرم الحرام د میاشتې په ۹ نېټه ، چې د ۱۳۹۷هـ ش د سنبلې/وږي له ۲۹نیټې سره سمون خوري) د چهارشنبې په ورځ مازیګر قضاء د ماښام تر لمانځه لږ مخکې له دې فاني نړۍ څخه د ابديت په لوري وکوچیده او په زرګونو مجاهدین، شاګردان او متعلقین یې په ویرجن حالت کې ترشا پریښودل

انا لله و انا الیه راجعون

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د