
د شکایتونو کمیسیون: ټاکنو خپلواک کمیسیون په مدیریت کې ناکام دی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ ناندرۍ هم زورورې شوې دي.
تازه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي، د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په سم مدیریت کې پاتې راغلی دی او له دوی سره زرګونه شکایتونه ثبت شوي دي.
د دې کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ونه شو کولی چې ټاکنې ښې مدیریت کړي.
هغه ازادي راډیو ته ویلي، تر اوسه پورې ورسره د ۱۱زره شاوخوا شکایتونه ثبت شوي دي او خلک له ټاکنیزې پروسې ډېر ګیله من دي.
دا په داسې حال کې دی چې سیاسي ګوندونو ویلي، که د ولسي جرګې ټاکنې د دوی په خوښه پایلې ونه لري، نو د ولسمشریزو ټاکنو اړوند به بیا د ټاکنو کمیسیون په باره کې تصمیم نیسي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په په داسې وخت کې پر ټاکنو خپلواک کمیسیون د ناکام مدیریت تور پورې کوي، چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه پیل شي.