افغانستان

فراه چارواکي: د چورلکې له نسکورېدو وروسته جسدونه له طالبانو سره پاتې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): له شاوخوا یوه اوونۍ ځنډ وروسته د فراه چارواکو غیر مستقیم ومنله، چې چورلکه طالبانو ویشتلې او ان د وژل شویو جسدونه له دوی سره پاتې دي.

تېره اوونۍ د فراه او هرات تر منځ چورلکه د طالبانو په برید کې را نسکوره شوه، چې د ولایتي شورا د رییس، غړې او د ۲۰۷ظفر قول اردو مرستیال په ګډون پکې ۲۷ تنه ووژل شول.

حکومت د پېښې د قربانیانو په اړه پټه خوله و، خو تېره ورځ طالبانو غږ پرې وکړ، چې دوی حاضر دي چورلکه کې د وژل شویو جسدونه کندهار کې د نفوذي طالب بریدګر د جسد په بدل کې حکومت ته وسپاري.

ورسره هم‌مهاله د فراه چارواکو هم منلې، چې د پېښې ډېری جسدونه له طالبانو سره پاتې دي، چې ښايي دلوړ پوړو چارواکو وي.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهر وايي ۱۱ جسدونه يې کورنیو ته سپارلي دي، او پاتې نور چې شاوخوا ۱۵ جسدونه دي، له طالبانو سره پاتې دي.

د دفاع وزارت هم له شاوخوا اوونۍ تېرېدو وروسته په دې اړه خوله چوله کړې او د دې وزارت وزیر ويلي، چې ځينې جسدونه ورک دي.

طارق شاه بهرامي وویل، د دوی استخباراتي پلټونکي پسې ګرځي، خو تر اوسه د قربانیانو ځينې جسدونه په ګوتو نه دي ورغلي.

حکومت د طالبانو دعوه ناسمه بللې وه او ويلي يې و، چې چورلکه د هوا د خرابېدو له امله غورځېدلې ده، خو نه يې دي ویلي، چې ولې يې له پېښې سمدستې وروسته قربانیان کورنیو او ممکنه ټپیان روغتون ته نه دي رسولي او نه يې هم دا په ډاګه کړې چې د طالبانو تر غوښتنې وړاندې ولې دوی په دې اړه څه ونه ویل.

په تېرو لسو میاشتو کې دا اتمه چورلکه ده، چې نسکورېږي چې حکومت ټولې پخپله سقوط شوې ګڼې خو د ګڼو يې د نسکورولو مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x