افغانستان

د ولسې جرګې ټاکنو د ابتدايي پایلو اعلان وځنډول شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي، د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې به تر قانوني وخت دوه اوونۍ وروسته اعلان شي.

ددې کیمسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، تر اوسه یوازې له ۲۳ ولایتونو ټاکنیز مواد مرکز ته رسېدلي دي.

وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسیون ویلي و، لومړنۍ پایلې به د لړم پر ۱۹مه اعلان شي او له قانون سره سم وروستۍ پایلې به له دې نېټې یوه میاشت وروسته اعلان کړي.

که څه هم وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسیون تکرار کړې وه، چې له ټول هېواد نه مواد مرکز ته را رسېدلي دي، خو تازه وايي چې لا هم د هلمند او کندهار مواد نه دي را رسېدلي او په فراه کې د طالبانو په برید کې لوېدلې چورلکه کې اوه صندوقونه د اور خوراک شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي، ټاکنو خپلواک کمیسیون په مدیریت کې ناکام دی.

د دې کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي له دوی سره ۱۱زره شاوخوا شکایتونه ثبت دي، چې زرګونه نور له ټاکنیزو څارونکو بنسټونو سره هم ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ولسشمریزو ټاکنو لپاره د سیاسي ګوندونو تر منځ چنې روانې دي او پر ټاکنو کمیسیون يې غږ کړی که د ولسي جرګې ټاکنو په پایلو کې ښه ثابت نه شي، دوی به يې په اړه بل تصمیم ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x