fbpx

پاکستاني پوځ دپروپاګنډې نوي لړۍ پيل کوي

اسلام آباد،نن ټکی آسيا/اې ايف پي:  Pakistani_soldiers_army

پاکستاني پوځ دولس په تېره بيا دپښتنو په منځ کې دخپل انځور دښه کولو لپاره اوس دپروپاګنډې دنويو بڼو د ازمويلو پريکړه کړيده.

فرانس پرېس خبري اژانس دپاکستاني پوځ دسرچينو له خولې نن راپور ورکړ: وروسته له دې چې پاکستانی پوځ په پښتونخوا په تېره بيا دسوات په سیمه کې دبشري حقونو په پراخه سرغړونو او بې ګناه ولسي خلکو او تنکيو ځوانانو په ټوليزه وژنه تورن شو،

پاکستان اوس هڅه کوي چې دولس په تېره بيا دپښتنو په منځ کې خپل انځور يوڅه روښانه کړي.

ددغې موخې لپاره پاکستاني پوځ دمیليونونو ډالرو په لګښت يوه پروپاګنډه ډرامه پيل کوي.دغه ډرامه چې غښتلي پاکستانيان نوميږي دپاکستاني پوځ د ولسي اړيکو د ادارې لخوا ددغه هيواد دتکړه فلم جوړونکو په لاس جوړيږي.

ددغې ډرامې متن دپاکستان وتلي ډرامه ليکونکي سجاد سجي ليکلی او تر سلو زیات کسان به په بيلابيلو نقشونو کې پکې څرګند شي.

ډرامه دپاکستاني پوځ دیوه افسر حوالدار اصغرپه ژوند اوپوځي کار راڅرخي چې په سوات کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی وو.

دپاکستاني پوځ د ولسي اړيکو دبرخي مشر بريدجنرال اطهر عباس دفرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې دغه ډرامه دپاکستاني ملت او پوځ ديو والي انځورګري کوي.

د ډرامې دپروژې يوه بل تن مشر چې نوم يې دامنيتي ملحوظاتو له کبله پټ ساتلی دی واي چې دغه ډرامه سوات ته نژدې په ښيرازو درو کې جوړيږي او په مليونونو ډالره لګښت پرې راځي.

پدغه پروپاګنډه ډرامه کې به دپاکستاني پوځ وسايل په حقيقي بڼه کارول کیږي.

داسې ګومان کيږي چې دغه ډرامه له هغو پيسو جوړيږي چې امريکايانو د نورومواردو لپاره دپاکستان په واک کي ورکړيدي. امريکايانو تل شکايت کړی چې دهغوي ورکول شوي بسپنه دپاکستانیانو له خوا په ناسمو مواردو کې کارول کيږي.

دغه ډرامه به په نژدې راتلونکي کې دپاکستان دبیلابيلو تلويزوني شبکو له لاري خپره شي.

هيره دي نه وي چې پاکستانی پوځ په وزيرستان،سوات،باجوړ او مالاکنډ کې په پراخه کچه په ولسي وژنو تورن شوی دی.که څه هم پاکستاني پوځ دغه ادعاوي رد کړيدي،خو په وروستيو وختونو کې داسې ويډيوګاني خپرې شوي چې پاکستاني پوځيان اتيا کلن سپين ږيري او څوارلس کلن تنکي ځوانان په ټوليز ډول په خورا بېرحمانه ډول وژني.

—————————————————————————————————

د پاکستاني فوځ د ظلم یو څو بیلګي:

{youtube}064mVsXG1vI{/youtube}

{youtube}8pGTWqx1TNE{/youtube}

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د