د ماسکو د  ناستي په هکله ناغېړۍ او په هغې کي د کرزی ګډون

ابوالوفاء

لکه چي خبر يو په دې وروستيو کي روسانو علاقمندي ښکاره کړې چي په افغانستان کي د سولي راوستو په هکله د څه پرمختګ جوګه سي. ځکه يې نو په دې وروستيو کي په ماسکو کي د يوې غونډي تابيه نيولې وه. خو دا ناسته د هغې د يوه برخوال، يعني د کابل د ګډ حکومت د نټي له امله وځنډول سوه. ويل کيږي چي ډاکټر اشرف غني روسانو ته په بله جوړېدونکې غونډه کي تر څه تفاهماتو او ترميماتو وروسته د ګډون سر ښورولی وو. په دې اړه له کابله تر ماسکوه د پلاوو تله راتله هم وسوه. دا ځل بيا روسي سرچينو د دې غونډي جوړېده د نومبر په لومړۍ نېټه اعلان کړه. خو بيا هم دا غونډه د ګډ حکومت د ناغېړيو له امله جوړه نه سوه. او اوس ويل کيږي چي دا غونډه به د نومبر پر نهمه جوړه سي.

ګډ حکومت په دوه لامله ددې غونډي د نه جوړېدو کوښښ کاوه : يو دا چي ګډ حکومت د دې لپاره چي خپلو خلکو او نورو ته ځان سوله غوښتونکی وښيي په درواغو يې د سولي کولو او غوښتلو ډرامه په لاره اچولې ده، اصلاً او عملاً سوله نه غواړي.  خو روسانو ګډ حکومت رښتيا ته ودراوه . له بله پلوه ډونلډ ټرمپ چي غواړي د هغه په وينا د افغانستان له دوږخه خپل ځان او پوځ وباسي او د طالبانو سره سوله وکړي هغه هم د ډاکټر صاحب اشرف غني په اراده پوه سو چي د سولي کولو خيال نه لري، ځکه نو د ډونلډ ټرمپ له نظره لوېدلی دی او هغه د سولي لپاره زلمی خليلزاد خپل استازی وټاکی. په دې توګه اوس ګډ حکومت هم د سولي په اړه او هم په نورو چارو کي په انزواکي اوسي. تر اوسه اشرف غني او د ګډ حکومت نور غټان د سولي په اړه او د ماسکو د غونډي په تړاو د يو څه کولو په هکله لاس او پښه ول او نه پوهېدل چي څه وکړي؟

اوس ايله چي دوی د مسکو د سولي له خبرو سره د طالبانو په شتون کي موافقه وکړه.

بله جالبه :

ويل کيږي چي د ماسکو په ناسته کي به طالبان، د حامد کرزي د ادارې ځينې سياسي څېرې ګډون کوي او پخپله حامد کرزی هم دې غونډې ته غوښتل سوی دی ؟

متل دی وايي:«چي تر ملکه دي کړه ورکه دي کړه». بل وايي:« سل خره په سويه کي ښه دې نه دغه کرزی په مرکه کي».

کرزی صاحب هغه سړی دي چي کله د ده د واکمنۍ پرمهال په قطر کي د طالبانو د سولي (د سياسي کميسيون) رسمي دفتر پرانيستل سو، پر ده لکه اور چی بل سو، يووار يې تاوو واخيست، بېلابېل چينلونه يې په کار واچول، امريکايانو ته يې عذر وزارۍ وکړې، دغه دفتر يې بيرته بند کړ او د طالبانو هغه بيرغ يې چي کلمه طيبه پر ليکلې وه را کوز کړ.

ساده انسانان به کرزی صاحب نه پېژني، خو ډېر پوهان (چي د ده له وختو څخه ګوښو ته سوي دي) دی ډېر ښه پېژني. دی او د ده کورنۍ له ډېر پخوا څخه د امريکايانو انډيوالان ول او ډول ډول خدمتونه يې ورته کړي دي. د ګران هيواد د دې اوسنيو پيښو تاريخ ليکونکي سته او دی يې درېيم شاه شجاع ثبت کړی دی. د ده د واک پر مهال ده د ده د وروڼو او نورو ګماشته ګانو پر لاس ډول ډول بدي استفادې وکړې او ډېري شتمنۍ يې ترلاسه کړې. همداراز يې ډېر هغه کسان چي د ده د شومي واکمنۍ ، اسلامي او ملي ضد اعمالو او اجراآتو او کرغېړنو اهدافو مخالف ول هم له منځه يووړل.

دی د امريکايانو د استعمار هيڅ ضد نه دی. ده امنيتي تړون امضا کاوه او په دې هکله يې مشورتي جرګه راوغوښتل، د جرګې غړو د ده په خوښه او اشاره د دغه تړون لاسليکېده تصويب کړل، خو په همدې ترڅ کي دی د امريکې د سفير له څرګندونو څخه پوه سو چي د تړون تر امضاکېدو وروسته نور امريکا  د ده واکمنۍ ته د پای ټکی ايږدي، ځکه نو ده په دغو شېبو کي يو دم د تړون له لاسليکولو څخه نټه وکړه او د امریکايانو سره بدورده سو. اوس هم دی د امريکايانو سره د وطن او خلکو پر سر مخالفت نه لري، بلکي دی له هغو څخه غواړي چي ده ته د افغانستان واکمني بيا ورکړي، ده څوواره ويلي دي چي : ”من نميګويم که امريکاييها برآيند، من ميګويم براه بيايند“. براه بيايند څه معنا؟

له کله چي کرزی له واکه ايسته سوی دی، ډول ډول تخريبونو ته يې ملاتړلې ده. ځان يې د شمال د لنډغرو او نورو شرمښانو پلار جوړ کړی دی. د شرمښانو د دې لوی غير ملي اييتلاف تر شا هم د ده لاس دی او د نورو ډېرو هغو پېښو تر شا چي هيواد او خلکو ته تاواني جوتي سوي دي هم د ده لاس دی.

دې چي اوس پوهېدلی دی چی امريکايان د طالبانو سره سوله کوي، خورا يې طبيعت خټه دی، ځکه دی په سوله کي پر افغانستان باندي د بيا واکمنېدو چانس له لاسه ورکوي او بل دی خپله چاړه او د خپلو لنډغرو چاړه په اوبو کي ويني.

په پای کي زما طالبانو وروڼو ته د يوه بېغرضه، خو د خپل ګران هيواد او دردمنو او زوکلېدلو خلکو د يوه خواخوږي په حيث دا مشوره ده چي د کرزي او د هغه د بانډيستانو څخه ليري ګرځئ. دا ډېر سياڼه او چموک سړی دی، ډېر خلک يې تېر ايستلي دي، ستاسو سره هم دوست نه، بلکي سر سخت دښمن مو دی او پوه خلک له دښمن څخه تل ليري ګرځي. د سولي په اړه پر الله جل جلاله باندي په توکل او د بې غرضو پوهانو په مشوره پخپله د امريکايي پلاوي سره خبري روان وساتئ، لوی خدای جل جلاله، عام خلک، د ضمير خاوندان او وطندوسته پوهان او اولياء الله مو ټول ملګري دي او ان شآء الله کاميابي ستاسو او ولس ده، والسلام.

avatar
1 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتانچی
میلمه
حاجی اتانچی

که چیری موږ او تاسو د دافغانستان څلویښت کلن تیر تاریخ ته وګورو نو نیتجه به را وباسو چه روسیه،داود خان مړ کړ،خلقیان یی راوستل، او بلاخره روسیه هم ورپسی راغله،یرغل یی وکړ،روسیه ماته شوه،پنځوس زره عسکر یی مړه شول ،اتحاد شوروی تس نس شوه.کمونیستی کمبله له دنیا ټوله شوه،تقریبا روسیه د دنیا له نقشه ورکیدونکی وه،د ټول چا وکړل ؟همدا افغان ولس وکړل،اوس نو روسیه هماغه ورځی ته ګوری ،نو موږ ته به څه خیر وغواړی؟بل جنګ په افغا نستان کی دی مرکه په مسکو کوو؟ایا موږ په خپله افغانان د سولی په خبره نه پوهیږو؟تاسو طالیبان ملایان خو… نور لوستل »

سینځله.پښتون.
میلمه
سینځله.پښتون.

حاجی وروره سلامونه.ډیری ښه مسله ته مو اشاره کړی.دا څلویښت کلنه جګړی ډیر لوی قیمت درلود.هغه دا چه یوازی نه دا چه افغانان یی تباه کړل بلکه جهان یی هم ارام ساه اخیستلو ته نه پریښود،روسیه یی یی دړی وړی کړه.کمونیست نام او نښان یی ورک کړ،امریکا اقتصاد ته سخته ضرب ورسیده،بلکه تر اوسه په دنیا کی اقصادی کریسز خور دی.پاکستان یی تر پورونو بلکه هدیری یی هم د مړی ور ډکی کړی،اروپا کی همد ا د افغنستان جګړی،ایتالیا ،هالند،فرانسه ،هسپانیه ،قانونی منتخب دولتونه منحل کړل.لنډا دا چه له دا جنګ څخه په دنیا کی هیڅ څوک هم په امن… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

که دی غلامو افغانانو دخپل ځان واک هم درلودلای په رشتيا هم داخل د افغانستان د خبرو لپاره تر ټولو مناسب ځای و،دوی تر اوسه دا هم نشي ويلای چي دوی به په روسيه کي ګډون وکړي کنه،هغه ورځ چي بادار اعلان ئي وکړ دوی به هم اعلان وکړي چي ځي که نځي.
دغلام او مزدور سره خبري کول کومه نتيجه نه ورکوي، پديچي هغه د کومي فيصلی واک نلري.

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

اتڼچي وروره رښتيا هم پخوا ويل کېدل چي «آزموده را، آزمودن خطاست». ما خو په همدې نن ټکي آسيا کي په څو مقالو کي دوی ته ويلي دي چي له روسانو ګوښه ګرځئ . خو دوی بيا وايي دغو امريکايي خروړو سپو ته بايد دغسي روسي خډل سپي وروښکارو. او رښتيا هم امريکايي سپي روسي سپو ته هيڅ ايمان نه لري.