
مسکو: کابل ورسره په غونډه کې د ګډون هوکړې ته رسېدلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): دوه میاشتې وړاندې د سپټبمر په لومړیو کې روسي چارواکو د افغان سولې په اړه د ناستې خبر ورکړ، چې سولې عالي شورا يې هم تایید وکړ.
حکومت وویل، ناسته د ډاکټر غني په غوښتنه وځنډول شوه او په بیا کېدو کې به يې ګډون وکړي.
تازه د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، ډاکټر غني ورسره هوکړې ته رسېدلی او منلې يې ده چې یو با صلاحیته پلاوی به په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ولېږي.
ټاکل شوې، دغه ناسته د رونې میلادي میاشتې په نهمه (۱۸لړم) مسکو کې جوړه شي، چې د طالبانو او افغان حکومت په ګډون به پکې د ۱۲ هېوادونو استازي او د افغان سیاسي څېرې هم برخه وال وي.
روسیه وايي دا به په دې کچه لومړۍ نړیواله ناسته وي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي به پکې برخه واخلي.
تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وویل، له روسيې سره د دوی چنې لا هم پای ته نه دي رسېدلې، خو سولې شورا لا اوونۍ وړاندې له دې ناستې هرکلی کړی و.
ټاکل شوې په دې غونډه کې پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور، د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني په ګډون اته تنه سیاسي مخور هم برخه واخلي.
دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم وویل، چې د سیاسي حل وخت را رسېدلی دی او جګړه په جګړه پای ته نه رسېږي.
تر هغه وړاندې د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیز وویل، په افغانستان کې يې د پیل کړې ستراتېژۍ موخه سوله ده.