افغانستان

کابل کې د وژل شوي امريکايي هويت په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د هغه امريکايي چارواکي هويت په ډاګه شو چې تيره ورځ د يو افغان نفوذي عسکر له لوري د کابل په يو تعليمي مرکز کې ووژل شو.

دغه امريکايي چې برينټ ټايلر نوميږي تر دې وړاندې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت عسکر ښودل شوی و، خو اوس په ډاګه شوه چې هغه عام عسکر نه مګر د امريکا د يوټا ايالت د شمالي اوګدون پخوانی ښاروال او اوس د افغان کمانډو روزونکی او سلاکار و.

امريکايي رسنيو ويلي دي چې نوموړي ۳۹ کاله عمر درلود چې د امريکا له ملي ګارد سره د مرستې له پاره افغانستان ته ليږل شوی و.

د نوموړي وژنه د امريکايي لوړ پوړو چارواکو له لوري هم تائيد شوې ده او د هغه د وژنې په اړه يې ژوره خواشينې ښودلې ده.

برينټ ټايلر د روان کال په جنورۍ کې د يوټا ايالت له عسکرو سره يو ځای افغانستان ته رالېږل شوی او هغه مهال ويل شوي وو چې نوموړی به د افغان کمانډويانو د سلاکار او روزونکي په توګه کار وکړي.

په دې امريکايي مقام له بريد وروسته افغان عسکر د خپلو افغاني ملګرو له لوري وژل شوی دی.

طالبانو د افغان عسکرو دا اقدام د تير په څېر ستايلی او په نورو افغان عسکرو يې هم غږ کړی دی چې د خپلو ټوپکو شپېلۍ دې په بهرنيو ځواکونو ورواړوي.

بايد وويل شي چې په دې دوه اوونيو کې دا دريم ځل دی چې په داخلي او خارجي لوړ پوړو چارواکو د افغان عسکرو له منځه نفوذي عسکر بريدونه کوي.

تر دې وړاندې په کندهار ولايت کې د يو نفوذي عسکر په ډزو کې د کندهار د امنيه قومندان رازق او ملي امنيت د رئيس په ګډون ګڼ لوړ پوړي چارواکي ووژل شول او څو تنه بهرني چارواکي ټپيان شول.

له هغې وروسته په هرات ولايت کې افغان عسکر په بهرنیو عسکرو حمله وکړه چې څو تنو بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

هغه کافران چه مسلمانانو ته زده کړه کوی، په حربی، فنی، علمی، ساینسی او طبی برخه کی آیا د هغوی وژنه روا ده؟

حاجی اتانچی

لونګ صاحب.سلامونه،تر کومه چه زه معلومات لرم.د هیڅ چا مرګ روا نه دی،تر څو چه یوه شرعی محکمه دایره شوی نه وی،او خپل سر جهاد اعلان کول هم جواز نشته ،تر څو چه قانونی ،شرعی دولت د جهاد اعلان نه وی کړی.بیا هم زه اتانچی یم دومره نه پوهیږم.ماته زموږ ملا دا خبره کړی وه او ماتاته ولیکله،زموږ دکلی ملا زبردست ملا دی

جميل

عجيبه منطق دئ،هغه ظالم کفار چي له ۱۰۰۰۰ کيلومتره نه ليري راغلي او زمونږ مسلمان ولس وژني، بندي کوي او بي عزته کوي،فسق او فساد او نوري مرداري خپروي هغه ټوله روا دي، خو که چا له هغو نه او دهغو د غلامانو څخه يو څوک ورمردار کړ دا بيا نا روا دی.
دالله(ج) نه وبيريږۍ او توبه وباسۍ ،هغه پاک ذات غفور او رحيم دئ ټوله ګناوي بخښي،کنه د پاک الله(ج) د قانون سره سم به په قيامت کي له هغوسره يوځای ياست چي درباندي ګران دي.
الهي آخره مو راسمه کړی.

مجاهد

له خینو منابعو مو معلومات ترلاسه کړو چه لونګ او اټنچی یو کس او په جلا نومونو تبصری لیکی له یوی منبع دستور اخلی

حاجی اتانچی

مجاهد صاحب.دومره تکلیف د ولی کاوه؟چه په ما او په لونګ پسی د تجسس کاوه.زما څخه به د پوښتنه کړی وه،خیر اوس به درته ووایم.هغه دا چه لونګ بیل څوک دی ،او زه بیل یم،لونګ دومر پیژنم لکه ته یی چه پیژنی، خو زه یو اتانچی یم .ښه پوخ اتانچی یم،سعودی مزدوری لپاره تللی وم ،حج می هم وکړ،اوس نو خلک راته اتانچی حاجی وایی.ولسی سړی کومه دولتی وظیفه نه لرم،خپل شخصی کار او بار لرم ،ګټه می په ډیره ده،که مجبور شوم په خو شحالی سره به دولتی وظیفه واخلم،او فخر به هم په کړم،نه جنګ کوم،نه بل جنګ… نور لوستل »

رحمت افغان

هو داسې روا دی لکه د تور سپي، هغوی چې د خپلو خلکو د وژلو لپاره غلامان روزي بی مدرکهستا وطن ته رازي او ستا خلک وژني. لونګین صیب.
بله یوه کس لیکلي ؤ چې دا پیښه د کومانډو د روزلو په مرکز کې چې هغه ېې نوم هم په اختصار لیکلي ؤؤ وشوه او تر پیښې نږدې نیم ساعت وروسته هم امریکايي عسکرو ډزې کولې، د هغه په وینا برید ګر یو نه دری کسه ؤؤ چې بلاّخره دری واړه شهیدان شول او ګڼو امریکايي عسکرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

جميل

دا به دى هم وراضافه كولاى: لكه تور ليونى سپى

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x