خبرونه

د مولانا سمیع الحق زوی، د هغه ځایناستی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱۳لړم ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنیو ویلي، د جمعیة علماء اسلام (س) ګروپ مرکزی شوریٰ د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حامد الحق د هغه ځای ناستی او د ګوند عمومي مشر ټاکلی.

د رسنیو د خبر له مخي، د مولانا سمیع الحق تر جنازې او تدفین وروسته، د پیښور په اکوړه خټک کې د یاد ګوند مرکزی شوریٰ غونډه وکړه ترڅو د مولانا سمیع الحق سیاسي ځایناستی وټاکي.

ویل کیږي چې حامد الحق د جمعیت علماء اسلام (س) ګروپ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

مولانا حامد الحق رسنیو ته ویلي چې د خپل پلار سیاست ته به په همغه شکل دوام ورکوي او دا چې د ګوند ټول کارکوونکي به یې هم د پخوا په شان خپلي دندې مخ ته وړي.

81 کلن مولانا سمیع الحق د رواني میلادي میاشتي پر دویمه نیټه په راولپنډۍ ښار کې پخپل کور کې د ناڅرګندو کسانو له خوا د چاقو او چړو په وسیله ووژل شو، چې وروسته یې د جنازې مراسم په اکوړه خټک کې ترسره او هملته پخپله مدرسه دارالعلوم حقانیه کې خاورو ته وسپارل شو.

د مولانا سمیع الحق په اړه مشهوره ده چې په افغانستان کې د روسي او امریکایی یرغلونو پرضد د مقاومت کوونکو مجاهدینو ټینګ ملاتړی و.

مولانا سمیع الحق د پاکستان د سنا غړی هم پاتی شوی او په دې وروستیو کلونو کې د دفاعِ پاکستان کونسل په نوم د یو شمېر ګوندونو د ائتلاف مشري هم د نوموړي پرغاړه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

د ینه دا جوته کیږی چه د مولانا سمت یو میزاثی پست وو او یا دا چه هغه یو جنګی قوماندان وو چه پر ځای یی باید د هغه ولیعهد قوماندان شی. آیا دا د سنت او پیغمبر اصول دی؟ حضرت (ص) چه کله وقات شو نو هغه پر خپل ځای ابوبکر صدیق (رض) پیش د خپل مرګه نه وټاکه نه دا چی باید د هغه د فامیل څخه د هغه جانشین ټاکل شوی وای. اوس دا واضحه شوه چه مولانا سمیع الحق یو جنګی قوماندان وو چه آی اس آی ته یی کار کاوو. او دا هم واضجه خبره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x