نړۍ

تهران: ايرانيان د امريکا سفارت د نيولو کليزه لمانځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): زرګونه تنه ايرانیان د ايران پلازمينې تهران کې راټول شوي دي او په ۱۹۷۹ ميلادي کال ايران کې د امريکا سفارت د نیولو کليزه لمانځي.

په سلګونو ايراني مظاهره کوونکو په ۱۹۷۹ميلادي کال د اکتوبر په څلورمه نېټه په تهران کې هغه مهال د امريکا په سفارت ورغلل چې امريکا ايران ته د شاه محمد رضا پهلوي له ورسپارلو انکار وکړ.

شاه محمد رضا پهلوي د ايران له انقلاب څخه مخکې د ايران ولسمشر و او د انقلاب له راتګ څخه وروسته نوموړی له ايران څخه په خپلې ځانګړې الوتکه کې له هيواده امريکا ته لاړ او د ايران د حکومت په وړاندې يې دريځ ونيو.

کله چې ايران له امريکا څخه د شاه محمد رضا پهلوي غوښتنه وکړه او امريکا انکار وکړ نو ايرانيانو په ۱۹۷۹ميلادي کال د اکتوبر په څلورمه نېټه د يوې مظاهرې په ترڅ کې په تهران کې د امريکا په سفارت چپاو وروړ او سفارت يې له ۵۲ امريکايي ديپلوماتانو سره د ۴۴۴ ورځو له پاره برمته کړ.

له همدې پيښې وروسته د امريکا او ايران ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې له منځه لاړې چې لاهم امريکا له ايران سره جنجالي او اختلافي سياست پالي.

ايرانيان له هماغې ورځې راوروسته هر کال ددې ورځې لمانځنه کوي او دا د امريکا په وړاندې د ايران يوه فتحه او لاسته راوړنه بولي.

د نن ورځې په مظاهرو کې هم د امريکا او اسرائيلو په خلاف شعارونه ورکول کېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x