کرېکټ: استرالیا لوبډله په خپل کور کې هم ناکامه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷): د استرالیا ملي لوبډله چې د کرېکټ په تاریخ کې غوره لوبډله بلل کیږي او زیات نړیوال جامونه یې هم ګټلي دي په تېره نیږدې کې له سختو ستونزو سره مخ ده.

نن د یکشنبې په ورځ د سویلي افریقا او استرالیا لوبډلو ترمنځ د استرالیا په کوربه توب یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه چې په کې استرالیا لوبډله له سختې ماتې سره مخ شوه.

پاکستان لوبډلې څخه د شل اوریزو او ټيسټ سیالیو لړۍ بایللو نه وروسته اوس په خپل کور کې د سویلي افریقا پر وړاندې هم په ستر توپیر ناکامه شوه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د استرالیا لوبډلې وکړه چې توپوهونکي یې ناکام ثابت شول او په ۳۸.۱ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۳ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د سویلي افریقا لوبډلې چټک پېل او اوږدې ملګرتیا دا هم ثابته کړه چې استرالیا لوبډله د توپ اچونې په برخه کې هم کمزورې شوې ده.

سویلي افریقا لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۹.۲ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ او د شپږ ویکټو په توپير یې بریا خپله کړه.

د روان ۲۰۱۸م کال له پېل څخه په ځانګړي ډول د لوبډلمشر سټیو سمیت، ډیویډ وارنر او کیمرون بینکروفټ له بهر کولو وروسته (دغه درې لوبغاړي د توپ خرابولو په تور له لوبډلې ایستل شوي دي) د استرالیا لوبډله له سختو ماتو سره مخ ده.

لومړی یې هند لوبډلې څخه په یو ورځنۍ سیالیو کې په څلور – یو، انګلستان لوبډلې په پنځه ټیسټ سیالیو کې په ۴-۰، په یو ورځنۍ سیالیو کې په ۵-۰ کلین سويپ او په شل اوریزو سیالیو کې په یو صفر ماتې ورکړه.

همدا ډول یې له سویلي افریقا او پاکستان څخه په ټيسټ او په شل اوریزو سیالیو کې هم ماتې وخوړه، چې اوس یې د سویلي افریقا پر وړاندې پېل هم مایوس کونکی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د