افغانستان

روزګان: طالبانو دوه امنيتي قرارګاوې نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان ولایتی شورا وايي چې ددې ولايت په دهراود ولسواليو کې دوه سترې امنيتي قرارګاوې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د روزګان د ولايتي شورا غړی عبدالکريم خادم زوی وايي چې طالبانو تيره شپه په دې قرار ګاوو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې ګڼ شمير عسکرو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده او قرارګاوې يې په خپله ولکه کې اخيستي دي.

خادم زوی وايي چې په قراره ګاه کې موجود عسکر د طالبانو له لوري وژل شوي دي او يو شمير يې له ځان سره بيولي دي.
هغه وويل چې د جګړې سيمې ته د تازه دمو سرتيرو د نه ورلېږلو له امله قرارګاوو سقوط کړی دی.

يوې بلې امنیتي سرچينې رسنیو ته ویلي دي چې د طالبانو په دغه بريد کې يو افغان سرتيری وژل شوی، ۶ ټپيان دي او ۱۳ نور طالبانو له ځان سره بيولي.

سرچينه زياتوي چې يو شمير عسکر سيمه طالبانو ته پريښې ده او په تيښته د روزګان مرکز ترينکوټ ته رسېدلي دي.

د ارزګان ولايتي چارواکي او امنيه قومندانۍ په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي خو په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو وپاند محمد صادق وايي چې په دهراود کې يو شمير امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شميره يې معلومه نه ده.

بل لور ته د طالبانو وياند قاری محمد يوسف احمدي ویلي دي چې په دهراود ولسوالۍ کې يې په دوو قرارګاوو د سپکو او درنو وسلو پر مټ بريدونه کړي دي او له څلور ساعته جګړې وروسته يې دواړه قرارګاوې نيولي او په کې ميشتو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده او ۱۶ تنه عسکر ژوندي نيول شوي دي.

احمدي وويل چې په دې جګړه د ۱۶ تنو عسکرو د ژوندي نيول کېدو سربيره ۲ شوبلې، ۲ دهشکې،۲ راکټونه،یو کمانډوز هاوان، ۹ کارمولي ټوپکونه،۶ امریکایي ثقیلان، یو اګایز، پنځوس زره (۵۰۰۰۰) مرمۍ اوګڼ نور مهمات هم نيولي دي.

هغه د خپل يو تن طالب د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x