نظــر

عبدالغني برادر د ګوانتانامو بندیانو په څیر د قطر سیاسي دفتر د غړیتوب حق لري!

دوکتور محمد عثمان تره کي

د ميډیا د خبرونو له مخې طالبانو قطر سیاسي دفتر ته پراختیأ ورکړې ده.

د ګوانتانامو نه آزاد شوې پنځه تنه بندیان د قطر سیاسي دفتر د مرکچیانو په توګه ګمارل شویدي. دغه کسان د یو توافق لیک په بنست ( نوامبر 2011 ) چه د امریکا او قطر حکومتونو تر منځ لاسلیک شوې وو د ګوانتانامو نه د آزادیدو د نیتې څخه ( 2014 ) تر نن پورې په قطر کې تر کلک څارنې لاندې وو: افغانستان او د افغانستان ګاوندیو هیوادونو ته د مسافرت حق نه درلودل، په عامه او مطبوعاتي غوندو کې د ګدون او د چندې تولولو نه بې برخې وو. په لندو د آزاد شوېو بندیانو په مدني او سیاسي حقونو باندې بندیزونه لګول شوې وو.

بندیانو ته د قطر دفتر غړیتوب ( په واقعیت کې یو امتیاز ) وربښل پدې مانا ده چه دوي بشپړه سیاسي حق تر لاسه کړیدي.

د بشر د حقونو ځینې مدافعین ګوانتانامو ته د ځمکې په سر د دوزخ نوم ایښي وو. د ګوانتانامو بندیان د افغان په خاوره باندې د امریکا د تیري د لمړنیو قربانیانو په دله کې راځي چه بې له محاکمې نه کلونه د ګوانتانامو په دوزخ کې تیر کړل.

دغه بندیان مستحق ترین دله شمیرلي شو چه باید په قطر کې د افغانستان د خپلواکي په موخه له یرغلګرو قوتونو سره حساب او کتاب ته کیني.

بندیانو ته امتیاز ورکول ښه خبره ده پدې شرط چه د تولو بندیانو سره یو شان چلند وشي.

د سولې په پروسه کې د ګدون دوهمه مستحقه دله هغه بندیان دي چه د پاکستان په جیلونو کې د اوږدمهال بند موده تیره کړیده. پاکستان، د امریکا سره د ستراتژیک ملګرتیا په بدل ګنشمیر طالب مشران ووژل او یا بندیان یې کړل.

ملا برادر، مولوي عبدالصمد ثاني، ملا محمد رسول و ملا سلیمان آغا د پاکستان د افغان دشمن سیاست قربانیان دي.

یوه دادمنه او غوره امنیت او دائمه سوله او خپلواکي چه د امریکا سره د مذاکراتو زیږنده وي او په کې افغانان ګتونکې وي نه د طالبانو سره په تعامل ګاوندیان، دا ایجابوي چه باید د قطر دفتر په سیاسي ترکیب کې اندول رامنځته شي :

که سولې مذاکراتو ته ورګدیدل بندیانو ته د امتیاز ورکولو په مانا وي، د قطر د دفتر د لارې د سولې په خبرو کې باید نه یوازې د امریکا د ظلم نه تاواني شوی بندیان ، بلکې په کې د پاکستان د خیانت نه زوریدلې زندانیان هم برخه ولري.

پر وسله وال مقاومت باندې تور لګول کیږي چه په افغانستان کې د آي، اس، آي اجندأ تطبیقوي او امریکایي اشغال په پاکستاني اشغال بدلوي. د قطر دفتر په ترکیب کې د ملا برادر او د ده ملګرو په شاملولو کې وسله وال مقاومت عملاً ثابتوي چه د ګاوندي هیواد د اشغال د ګمارل شوې لشکر په توګه دنده نه ترسره کوي.

د قطر دفتر کمي او کیفي پراختیا او د هغې نه د سولې ملي مرکز جوړول بل اړخ هم لري :

د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې د پیچلتیا له کبله چه په کې مذهب، حقوق، سیاست، اقتصاد، ژیوپولتیک یعنې عقیدوي او علمي ضوابط سره په تړاو کې ده ، اړینه ګنل کیږي چه طالبان هڅه ونکړي چه د سولې پروسه پخپل قبضه او انحصار کې وساتي.

د اشغال په ضد د طالب مقاومت سرشیندنه د افغانستان په حماسي تاریخ کې ځانګړې فصل جوړوي. خو اوس چه د سولې پراخه او پیچلې پروسه د میز په سر باندې ده یو بل واقعیت ته هم باید پام واړوو: د زیرک او مکار دشمن سره واقعبینانه، عملي او عقلاني چلند ایجابوي چه د مذهب ( جهاد ) تر څنګ د مختلفو علمي برخو د متخصصینو د پوهاوي نه ګته پورته شي .

د قطر دفتر پدې باندې تورن دي چه د سولې او جګړې په اړه د پاکستان د امر او نهي تر تبعیت لاندې دي. د ملا او غیر ملایانو نه د سولې یو ملي مرکز جوړول له یوې خواه دفتر ته سیاسي اندول ور په برخه کوي او له بلې خواه د مداخله ګرو هیوادونو په وړاندې د دفتر خپلواکي تضمینوي. مهمه دا چه افغانانو ته ډاډ ورکوي چه طالبان د سیاسي قدرت د انحصار په لته کې ندي او د خپل تیر امارت غلطی نه تکراروي. ’’ پاي ‘‘

دوکتور م، ع، ت فرانسه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د طالبانو د تحريک د بری تر ټولو لوی سِر او راض د د وی اتحاد او د آمر د امر اطاعت دئ، ډيرو نورو زورورو مکرجنو خپل مکرونه وکارول خو د جهاد او آزادی د سستولو او ورکولو لپاره ئي کومه نتيجه وانخيستل او نه ئي هم په طالبانو کي کوم درز پيدا کړی شو چي ځانونه پکي ځای کړي او بيا هغوی سره وپاشي. د طالبانو تحريک دجيدو علماو له لوري په ډيرمدبرانه ډول پر مخ روان دئ، اوس دادی دښمن ئي پر ګونډو کړی اود بري شيبي ورلنډوي. علماءکرام او پر هيواد مينو سياسينوته پکار داده چي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x