غزني کي دولتي ځواکونه ځان پر ملکیانو ساتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): له غزني ولایت څخه راپورنونه کاږي، د کابل- کندهار پر لویه لار، دولتي ځواکونه د دې ولایت په مربوطاتو کې مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د دې لپاره په ساعتونو، ساعتونو دروي او یا هم دولتي ګاډي له ملکي موټرو سره ګډوي، چې دولتي ځواکونه د طالبانو له حملو خلاص شي او مرګ ژوبله ورته وانه وړي.
د شریف الله په نوم د مقر- غزني لین ډریور، نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي ځواکونه د دې لارې په مختلفو سیمو کې ملکي موټر دروي او تر ساعتونو، ساعتونو ورته د تګ اجازه نه ورکوي. دی زیاتوي زه خپله یې څو ځلې د موشکي په سیمه کې د ۲ یا ۳ ساعتونو لپاره درولی یم، موټر مې یې د دولتي موټرو په منځ کې درولی او وروسته یې بیا د تګ اجازه راکړې ده. شریف الله دا هم وایي، چې کله کله د دوی لخوا راته ویل کیږي چې باید ملکي موټر او دولتي موټر ګډ سره روان وي.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت قره باغ ولسوالي د ښار هټیوالو ته د دولت لخوا ګوتڅڼدنه شوې چې هټي او سوداګریز ځایونه دې نه بندوي. خو په سیمه کې درنې نښتې هره ورځ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

راپور: سعید احمد غزنوي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د