
د شکر ناروغان «امرود» هرو مرو وخورئ!
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷ل): امرود هغه مېوه ده چې له ښکلي خوند سربېره د ويټامنونو او معدني موادو بډایه سرچینه هم بلل کېږي، چې د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي، د شکر ناروغان امرود د خوږوالي له کبله نه خوري.
د وینې لوړ فشار کمولو او یا کنترول ساتلو لپاره امرود غوره میوه ده، دا د وینې فشار نه لوړوي، خو پوهان زیاتوي چې د شکر ناروغ لپاره امرود ښه میوه ده، ځکه په دې سره په وینه کې د شکر کچه نه لوړیږي، شکر یوه داسې دوام داره ناروغي ده چې په کې وخت تر وخته د وینې شکر له ټاکلې اندازې څخه لوړیږي.
امرود د روغتیا له نګاه نه هم ډیر شمیر ګټې لري، د وینې لوړ فشار کنترولولو سربېره یې یو هاضمه راوستل هم دي، که وکتل شي نو یوازې هماضمه انسان له ډیرو ناروغیو څخه ژغوري.
فائبر: په عام ډول د شکر ناروغ د قبض ناروغۍ سره مخ وي، او امرود د قبض په له منځه وړلو کې خورا اغیزناکه میوه ده، په امردو کې شته فایبر د شکر کچې لوړولو مخه نیسي.
ویټامن سي لایکوپن او د اکسایډ ضد: په امرود کې ویټامن سي لایکوپين او د اکسایډ ضد مادې په پراخه کچه موندل کیږي، په دې کې د نورو میوو په پرتله ډیر کم شکر موندل کیږي.
کالوریز: امرود د ډیرو کمو کالوریزو لرلو میوه ده، د ۱۰۰ ګرامه امرود څخه یوازې ۵۲ کالوریزې حاصلیږي، چې د شکر لپاره ګواښونکي نه دي، او د شکر ناروغ لپاره یې خوړل ښه ثابتیږي.
ددې ترڅنګ امرود کې یو شمېر نور ویټامنونه شتون لري چې بدن روغ ساتي، زړه ناروغي، هاضمي سیستم، وینې کمښت او د قبض ښه کولو لپاره هم ګټور دي.
د امرودو پاڼې هم بې ګټې نه دي؛ د یادې مېوې ونې ایشول شوې پاڼې کولی شي له مثانې څخه بډوډو ته غځېدلې لاره له هر ډول باکتریاو څخه پاک کړي.
مننه یار. داسی کله کله ښی او خوږی خبری هم خبروی. فقط د جنګ او طالب ### مو نیولی او بس.