بابر اعظم په شل اوریزو سیالیو کې د چټکو «۱۰۰۰» منډو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷): د پاکستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی بابر اعظم لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې چټکې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې.

بابر اعظم په ۲۶ سیالیو کې د ۱۰۰۰ چټکو منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم کړ چې له دې وړاندې د هندي ویرات کوهلي په نوم و، کوهلي په ۲۷ سیالیو کې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې وې.

بابر اعظم چې د شل اوریزو سیالیو په نړیوال رینکنګ کې لومړی مقام لري د نیوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې دغه ریکارډ ته ورسید، نوموړي په دغه سیالۍ کې چې اوسمهال دوام لري په زړه پورې ۷۹ منډې جوړې کړې.

بابر اعظم سره په دغه لیست کې په دویم نمبر ویرات کوهلي (۲۷)، درېیم آرون فینچ (۲۹)، څلورم فاف ډوپلیسي (۳۲)، الیکس هیلز (۳۲)، کیون پیټرسن (۳۲) او نور لوبغاړي دي.

یاده دې وي چې بابر اعظم له ټیسټ او یو ورځنیو سیالیو څخه په شل اوریزو سیالیو کې غوره اوسط لري، نوموړی په تیسټ سیالیو کې ۳۰، یو ورځنیو کې ۵۲ خو په شل اوریزو کې بیا ۵۳ اوسط لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د