نړۍ

قرضاوي: غرب د ستر اسلامي امت د جوړیدو له ‌‌‌‌‌‌ویرې له ترکیې سره دښمني کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱۳ لړم،۱۳۹۷ل): د مسلمانو علماوو دنړیوالې ټولنې رئیس شیخ یوسف القرضاوي وايي غرب ترکیې ته ځکه دسیسې جوړوي چې د یو ستر اسلامي امت دبیا اعادې ویره ترې لري.

یوسف القرضاوي دا خبرې تېر ماښام د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې پنځمې غونډې ته په استنبول ښار کې وکړې، ده وویل: «غربیان ترکیې ته دسیسې جوړوي ځکه نه غواړي چې مسلمانان یو ځل بیا یو ستر امت شي»، او شیخ زیاته کړه: «ټول اسلامي امت له ډول ، ډول سختیو او کړاوونو سره مخ دی ، ترکیې ته هم له دې امله توطیې جوړېږي چې په خپل ټول ځواک له مسلمانانو دفاع کوي، په رجب طیب اردغان باندې کودتا له همدې امله وشوه،خو الله تعالی د اردوغان او د هغه د ملګرو نصرت وکړ او له سختیو یې راوایستل ».

همدارنګه نوموړي په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان په لاس رامنځته شوي بدلونونه وستایل او ویې ویل: «تر هغو چې مخلص مسلمانان د اردوغان په شاوخوا وي هغه به نه ناکامېږي».

په دې غونډه کې چې د اتیا هیوادونو څخه ۱۵۰۰ مسلمانو علماوو برخه پکې درلوده شیخ قرضاوي د وروستي ځل لپاره خپله وینا واوروله نوموړي وویل: «دا به زما وروستی ځل وي چې ستاسو په وړاندې درېږم له دې وروسته به مشري یو بل وړ کس ته وسپارم».

تمه ده چې د مسلمانو علماوو د ټولنې دا غونډه به تر پنجشنبې پورې وغځېږي او د رئيس ، مرستیال او څو نورو مهمو مشرانو په ټاکلو به پای ته ورسېږي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x