ادبي لیکني

لنډه کیسه: ډګروالي

لیکوال : ماهر احسانزی

که پښه مې لږه هم خوځولی وای ، نو د ژورې څاه په توربدن کې ناست واز خولې مرګ له مرۍ تېرولم.

پورته د نیولو لپاره څه نه و ؛ څا ه نوې کیندل شوې وه ، په هرې تيږې پسې مې چې د ژوند ژغورلو لاسونه ور اچول، داسې به راپسې راوته لکه ما چې بیرته ولي .

چیغو او زاریو ته مې ناست ستوني نوره لاره نه ورکوله .

سترګې مې په یو موټي اسمان کې نښتې وي .

د مرغیو له یو نیم غږ پرته مې نور څه نه اوریدل اود دوی له هر غږ سره مې فکر کاوه ، چې پرما به خلک را خبروي ، چې دلته مرستې ته مې څوک راشي او رښتیا هم همد ې باور ته ورسیدم ، د پښو ترپهار مې واورید ، خبرې رالنډې شوې خو زما د باور له مخې نه وي .

دوی ته دندې او ځایونه سپارل کیدل .

ته دلته ودریږه !

تاسې مخکې لاړ شئ !

هيڅوک سیمې ته مه راپریږدئ ، تر امر ثاني پورې او ته ما سره راشه !

د ځان ژغورلو باور مې هله پیدا شو ، چې د خپل ډګرمن زوی غږ مې واورید او ډاډه ځکه شوم ، چې قومانده يې په لاس کې وه .

ما چې لا له پخوا ډېرې چیغې وهلي وي اوس مې د شونډو له ښورولو سره غوښتل ورته ووایم ، چې نور مې نو یو ه شیبه ځنډ هم د مرګ د وازې خولي بلا یوه مړۍ ده .

ما پر مخامخ دیوال د دوی سیوري کې سترګې ګنډلی وي ، چې له یو بل سره يې د لاسونو په داسې خوځولو سره لکه سړی ، چې له خپل کوم ډېر وخت نالیدلي ملګري سره مخ شي او داسې به يې د لاسونو ټک زما په زړه کې د ژوند راپاریدلي هيلي ورغلي کړي .

نه داسې نه ده!

اخر زوی مې راغلي اوس به مې وژغوري ؛ خو ولې بیړه نه لري ؟

ولې تر خبرومخکې زما احوال نه اخلي؟

څنګه له ما به ناخبره وي ؟

دا معلومات به ورسره نه وي ، چې تر دې څو ګامه وړاندې يې پلار د هغې صحنې لوبغاړی دی ، چې تر دې وړاندې داسې ډېرې هيلې ، سترګې او لپې يې په هوا کې بیرته پاتې شوې دي .

اوف خدایه !

زوی خو مې دومره بې پروا هم نه و او نه په داسې نظام کې کار کوي ، چې سرتیري يې پرچا تیری وکړي .

اوف خدایه !

زوی مې پردې نه پوهیږي ، چې څو شیبې وروسته يې د پلار د کلونو غرور، حکومت ، امرونه او پلانونه د مرګ بلا ته د ناچارۍ سر لګوي.

که له ما خبر نه وي نو له دی خو خبر دی ، چې دلته حتمي څوک را ځوړند شوی ، ولې یو غږ نه راکوي؟

زه لا د همدې پوښتنو په ځواب بوخت وم ، چې سترګوته مې سپینه تحته ښکاره شوه ، چې زما پر لور يې را کوزوله ، سرمې را باندې دروند شو ، بدن مې بډۍ نیولی و ، اسمان خړخړاو زرې زرې و ، خو تختې راباندې د اسمان نه او دا توري وکتل :

زما سرزوریه او خپل سازمان ته وفاداره پلاره !

څومره زارۍ مې درته وکړي ، د بیا ازموینې لپاره مې درنه وخت وغوښت ، د قضا هيله مې درنه وکړه او دا مې هم درته وویل ، چې ماته مې ضمیر وايې ، چې اینګور دې د سازمان په کارونو کې کار نه لري خو لیدلي روزنه يې د ملاتړ اجازه هم نه ورکوي ، خو تا يې مرګ د خپل سازمان امر ګڼلی و.

پلاره نه ته خبر وي او نه هم زه خبر وم ، چې د خپلې اینګور دوسیه دې څیړل شوې ، ته په کې قاتل پيژندل شوی يې او پرتا تور دی ، چې دا ډول ډېر کارونه به دې ترسره کړي وي .

پلاره ما وبخښه چې ملاتړ دې نه شم کولی ، ځکه زه ستا زوی یم او تا راته د خیانت کولو چل نه دی ښودلی ، زه مې د خپل سازمان امر پرځای کوم ، چې جنازه دې یوسم او د ډګروالۍ رتبه مې ترلاسه کړم .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x