خبرونه

بحرین، شیعه عالم شیخ علي سلمان ته د ټول عمر بند سزا اورولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۴لړم ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف غړي هیواد بحرین، خپل یو سیاسي مخالف شیعه مشر شیخ علي سلمان په ټول عمري بند محکوم کړی.

شیخ علي سلمان، بحرین کې د شیعه اپوزیسیون مشر دی، نوموړی له ۲۰۱۵ کال راهیسې په زندان کې دی. پر ده تور دی چې قطر هیواد ته یې جاسوسي کړي.

د بحرین استیناف محکمې دا حکم وروسته تر هغه صادر کړی چې څو میاشتې وړاندي د بحرین ستري محکمې نوموړی له یوه سیال هېواد سره د دسیسې په جوړولو تورن کړی و.

بحرین د سعودي په مشرۍ د هغه ائتلاف غړی هیواد دی چې په ۲۰۱۷ کال کې د قطر هیواد پر ضد دغه ائتلاف جوړ شو.
د بشري حقونو بښنې نړیوال سازمان د بحرین دا پرېکړه پر «عدالت ملنډې» وهل بللې ده.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مشرې هبه مرایف ویلي: «دا حکم د بحرین د چارواکو بې رحمي او ناقانونه هڅې په ډاګه کوي چې د خپلو مخالفو خولې پرې پټې کړي.»

علي سلمان چې د (الوفاق) ګوند مشري یې کوله، په ۲۰۱۱ کال له قطر سره د بحرین د حکومت پرضد د دسیسې جوړولو او ناامنیو ته د لمن وهلو په تور نیول شوی، له هغه سره د مخالفانو نور مشران لکه حسن سلطان او علي الاسود هم نیول شوي دي.

د ۲۰۱۷ کال په جون کې بحرین، سعودي عربستان، اماراتو او مصر له قطر سره خپلي دیپلوماتیکي اړیکي پری کړي، او پر هغه یې اقتصادي بندیزونه ولګول.

دغو هیوادونو پر قطر تور ولګا وه چې د ترهګرو ملاتړ کوي، او له ایران سره د نژدې کېدو هڅي کوي، ولي قطر د دوی ټول تورونه رد کړي او وایی چې دوی د قطر سیاسي او اقتصادي پرمختګ نشي زغملای.

بحرین یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې له کورني اړدوړ سره مخ دی، ګڼ شمېر سیاسي مخالفین او مظاهرچیان، چې زیاتره یې شیعه ګان دي؛ د حکومت له لوري زنداني شوي او یا هم ځیني یې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x