غزني چارواکي: طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ نقلي مرکز هم سقوط کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): غزني کې ځايي چارواکي وايي طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ ښار ته څېرمه را لېږدېدلی مرکز هم سقوط کړ.

د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي تېره شپه طالبانو دا مرکز له منځه یووړ.

هغه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له تېرې ورځې راهیسې له سلام مخابراتي شبکې پرته هیڅ مخابراتي شبکه کار نه کوي.

طالبانو هم د خوږياڼو د نقلي مرکز د نیولو پخلی کړی او لیکلي يې دي، چې د مرکز تر څنګ يې یوه پوسته هم له دولتي ځواکونو نیولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې جګړه کې چې د طالب سرتېرو ځانګړې قطعې ترسره کړي ۱۸ عسکر وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

«د غه عملیات چې تیره شپه د اسلامي امارت د ځانګړې قطعې لخوا ترسره شول د ولسوالۍ په نامه د دښمن نقلي مرکز اویوه پوسته په کې له منځه لاړه، هلته په کې میشت ۱۸ تنه پولیس ووژل شول، ۶ تنه نور ټپيان دي.»

د خوږیاڼو ولسوالۍ څو کاله وړاندې طالبانو بشپړه ونیوله، چې مرکز يې ښار ته نږدې قلعه قاضي سیمې ته را ولېږدول شو.

لېږدېدلې ولسوالۍ په داسې حال کې یو ځل بیا سقوط کوي، چې څو ورځې وړاندې د غزني والي هم ومنله چې د طالبانو کړۍ پرې ورځ په ورځ تنګېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د