افغانستان

د سولې عالي شورا مسکو ناسته کې ګډون ته تیاره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): مسکو کې د افغان سولې اړوند هغه غونډه چې د طالبانو په ګډون به پکې د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي، د روانې میلادي میاشتې په نهمه به مسکو کې وشي.

د سولې عالي شورا وايي دې ناسته کې يې د ګډون لپاره پلاوی تیار کړی دی.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي شپږ کسیزه پلاوی به د افغان دولت په استازیتوب په دې غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ولېږي.

په ورته وخت کې بې بې سې د نوم نه ښودو په شرط د یو لوړپوړي افغان چارواکي له خولې وايي، د ارګ، امنیت شورا او بهرنیو چاو وزارت په استازیتوب به پکې هیڅوک برخه وانه خلي.

سرچینې د نه ګډون علت نه دی په ډاګه کړی، خو ويلي يې دي ښايي امریکا هم په دې غونډه کې استازی ونه لري.

د مسکو ناستې لپاره د طالبانو تر څنګ د هېواد ځينې مطرح سیاسي څېرې هم ور غوښتل شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي پر زاړه ټینګار تکرار کوي او وايي دوی لا هم له روسيې سره د دې غونډې په اړه چنې وهي.

د شنونکو په باور له داسې نړیوالو غونډو تېښته دا په ډاګه کوي چې افغان حکومت د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.

تر اوسه نه ده څرګنده، چې د سولې شورا پلاوی به څومره صلاحیت ولري او پر سوله‌ییز بهیر به يې د ګډون اغېز څومره وي.

وړاندې د روسيې چارواکو ويلي و، دا د خپل ډول لومړنۍ نړیواله غونډه ده چې د طالبانو د قطر دفتر غړي به پکې برخه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x