افغانستان

پر ایران د امریکا بندیزونو د چابهار اړوند اندېښنې را پورته کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): تېره شپه امریکا پر ایران دویمي بندیزونه ولګول، چې له دې سره د چابهار بندر اړوند هم اندېښنې را پورته شوې دي.

امریکا په لومړنیو بندیزونو کې پر ایران د ډالرو، سرو زورو او قیمتي فلزاتو بندیزونه ولګول او دویمي بندیز کې يې پر نفتي صنعت، کښتۍ چلولو او بیمه خدماتو اړوند دي.

په همدې مناسبت محمد اشرف غني تېره شپه د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو زارت سلاکارې الیس ویلز سره لیدلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، هغوی د چابهار بندر اړوند خبرې سره کړې، خو جزییات يې نه دي ورکړي.

نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې الیس ویلز په همدې اړه ویلي و، د ایران په بندیزونو کې د چابهار بندر ته يې پام دی.

هغې ویلي و، دا د «بیا کتنې» یوه پروسه ده، دوی پوهېږي چې د د افغانستان د اتصال نقطه ده.

چابهار بندر د ایران له لارې افغانستان له هند سره نښلوي او د راکړې ورکړې یوه مناسبه لاره بلل کېږي.

وړاندې تر دې د امریکا له لومړنیو بندیزونو سره هم‌مهاله افغان حکومت هم د امریکا پر پله له ایرانه د ځينې صادراتو په اړه د بندیز خبر ورکړ، چې د سوداګرو له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x