افغانستان

روزګان؛ اشرف غني جګړه «قومي» بولي، عبدالله يې ردوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو او د حکیم شجاعي د جګړه مارو تر منځ نښتې شپږمې ورځې ته اوږدې شوې.

تېره ورځ محمد اشرف غني په همدې اړه یو پلاوي ته حکم کړی چې سیمې ته لاړ شي او د «قومونو تر منځ شخړه» هواره کړي.

هغه د شخړو د حل په برخه کې د خپل سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو یو پلاوی روزګان ته لېږلی او امر يې ورته کړی چې دا جګړه حل کړي.

په ورته وخت کې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي دا جګړه د قومونو تر منځ نه؛ په وینا يې د طالبانو او «امنیتي ځواکونو» تر منځ ده.

د جګړې له پیل یوه ورځ وروسته د مشرانو جرګې غړي حنیف حنفي وویل، خلکو د طالبانو ملاتړ کړی، وسله يې اخیستې او د حکیم شجاعي د جګړه مارو پر ضد په جګړه بوخت دي.

هغه وویل جګړه وروسته له هغه تونده شوه، چې د اربکیانو ساحې ته ور تښتېدلې مېرمن بېرته کلي ته راوستل شوه، خو د حکیم شجاعي کسان پسې راغلل او ولس د ناموس ساتنې په موخه د طالبانو تر څنګ ودرید.

که څه هم د حکیم شجاعي د نیول کېدو امر د حامد کرزي په واکمنۍ کې صادر شوی و او ګډ حکومت يې هم «غیر مسؤل وسله‌وال» بولي، خو عبدالله عبدالله روزګان کې د حکیم شجاعي او ولس تر منځ جګړه د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه بولي.

حکیم شجاعي چې په دې جګړه کې مرګونی ټپي شوی، چې د وژل شویو عزیز الله کاروان او جنرال رازق او د ژوندیو اسدالله خالد او عطامحمد نور ترڅنګ د بشري حقونو د نړیوالې ادارې له لوري پر بشري سرغړونو تورن دی.

هغه کلونه کلونه په شمالي ولایتونو کې قومي جګړو ته تیلی وهلی او تازه له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

دروزګان په جګړه کی دحکومت دواړه شهزادګان مخالف نظر لری ؟بهتره داده چه دمسؤلینوپه صفت دواړه مفت خواره شهزادګان سیمی ته تشریف یوسی اوموضوع دنزدی ارزیابی اوحل کړی ،اوملت دتشویش اوناهیلۍ څخه وژغوری ؟ والسلام .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x