افغانستان

طالبان: د چورلکې د مړو په جسدونو پیسې نه دي اخيستل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د فراه د چورلکې په پيښه کې د وژل شويو کسانو د جسدونو د سپارلو په بدل کې طالبانو پیسې اخيستې دي، خو طالبانو دا ادعا رد او له حقيقته لرې بللې ده.

تيره اوونۍ د فراه ولايت په انار درې ولسوالۍ کې د چورلکې د نسکورېدو په پيښه کې ۲۸ تنه ووژل شول او د مړو جسدونه طالبانو له ځان سره د خپل ملګري د جسد د ترلاسه کولو له امله ايسار کړي وو.

طالبانو د جمعې په ورځ وويل چې د چورلکې د ټولو وژل شويو جسدونه له دوی سره دي خو تر هغې به يې ونه سپاري چې د دوی د هغه ملګري جسد چې د کندهار په امنيه قومندان او نورو چارواکو يې بريدونه وکړل، د هغه کورنۍ ته ونه سپارل شي.

خو تيره ورځ داسې راپورونه ورکړل شول چې طالبانو د چورلکې د مړو جسدونه د پيسو په مقابل کې سپارلي دي.

خو طالبانو د مړو د جسدونو د پيسو اخيستل رد کړي دي او په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دوی له دې امله چې د چورلکې په پيښه کې دوه ميرمنې هم وژل شوې وې، د عزت او حرمت له مخې يې د هغوی جسدونه کورنيو ته سپارلي دي.

قاري يوسف احمدي د رسنيو ددې راپور په اړه وويل چې دښمن خپل شرم او ناکامي په دا ډول پروپاګند جبران کوي او د خلکو پاملرنه له اصلي موضوع بل لور ته اړوي.

طالبانو د دولت د دفاع وزير هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې او هغه يې غلط معلومات بللي چې څو ورځې مخکې د نوموړي په ولسي جرګه کې ويلي وو چې د فراه د چورلکې په پيښه کې د وژل شويو کسانو جسدونه ورک دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x