افغانستان

پنجشير ايمرجنسي روغتون: دوه ورځو کې ۱۲ ماشومان مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د پنجشير ولايت په ايمرجنسي روغتون کې په دوو ورځو کې په بې سارې توګه لږ تر لږ دولس ماشومان مړه شوي دي او د مړينې لامل يې نه دی معلوم شوی.

د پنجشير د والي وياند محمد منصور عنابي وايي چې د شنبې ورځې له سهاره د يکشنبې تر ماسپښين پورې دا شمير ماشومان د پنجشير په ايمرجنسي روغتون کې مړه شوي دي خو د مړکېدوه لامل يې نه دی معلوم شوی.

دغه ماشومان چې تازه يا هم په دې روغتون کې زيږېدلي وو او يا له زېږېدو وروسته راوړل شوي وو چې عمرونه يې له يوې تر ۱۵ ورځو پورې ښودل شوي دي چې په همدې روغتون کې د درملنې په موخه بستر شوي وو چې اوس يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

که څه هم د والي وياند د مړو شويو ماشومانو شمير ۱۵ تنه ښودلی و خو د پنجشير د ايمرجنسي روغتون مشر ډاکټر محمد اکبر جان وايي چې د مړو شويو ماشومانو شمير ۱۲ تنه دی.

عنابي وايي چې په دې ماشومانو کې شپږ تنه د پروان، درې تنه د کاپيسا او څلور تنه د پنجشير ولايت اوسېدونکي وو.

عنابي وويل چې د ماشومانو د مړينې علت نه دی معلوم خو زياتوي چې په دې اړه څيړنې روانې دي چې معلومه کړي، ولې په دومره لږ وخت کې په دومره ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x