
غزل/ حفیظ الدین پیرزاده
حفیظ الدین پیرزاده
اوچت لکه پامیر دی، یا شمشاد غوندې سړی
د ھر وحشت ځواب ته دی جھاد غوندې سړی
دا خپله عقیدہ ورته له ھر څه دہ شیرینه
چې غرہ سرہ ټکر وھي فرھاد غوندې سړی
د صبر ازموینه کې تر ھر چا بریالی و
کړاو، مصیبتونو کړ استاد غوندې سړی
زجرونه، تعذیبونه یې ھمت ته سلامي شول
جیلونو ھم مات نه کړای شو فولاد غوندې سړی
دایم په ھدیرہ کې بس ھمدې قبر ته ناست وي
ما ولید یو سپین ږیری نامراد غوندې سړی
یو بل ھم ځان ھوښیار بولي، اتل د علمي فقر
ھمیش مخمور العقل او معتاد غوندې سړی
غربیانو ھڅې وکړې چې یې وپړسوي دروند شي
خو سپک لکه بڼکه شې په باد غوندې سړی
سوالونه تشویشونه به اوس چا پسې ور وړمه؟!
فلک را ځینې واخیست د رشاد غوندې سړی
چې سر او مال یې دواړہ له خپل یارہ وې ځار کړي
حفیظ په شان به بل نه وي برباد غوندې سړی
حفیظ الدین پیرزادہ
ستاکھولم سویدن