مشرف: دسپکاوي قوانين دي داجتهاد او اجماع له لاري ختم سي

pervezmusharrafدپاکستان پخواني پوځي دکتاتور جنرال پرويز مشرف غوښتنه کړيده چې په پاکتسان کي دي د رسالت دمقام دسپکاوي او دهغه دسزاپه اړه جوړ سوي قوانين د اجماع او اجتهاد له لاري له منځه یوړل سي.

په لندن کې دخپل ګوند دغړو ټاکلوپرمهال ښاغلي مشرف زياته کړه چې په ټوله نړۍ اوپه تېره بياپه پاکستان کې دمسلمانانو ستونزه داده چې هغوي دعقل او منطق پرځای تل له جذباتو کار اخلي،ځکه نو هرځای دتوهين رسالت په نامه په لږه کيو او ياهم روڼ آنده شخصيتونو بريدونه کيږی چې سلمان تاثير

يې ژوندی مثال دی.ښاغلي مشرف زياته کړه چې موږ داجماع او اجتهاد آرونه لرو چې له لاري يې په تشريعي برخو کې بدلون راوستلای شو.. مسلمانان دي د همدغي اجماع او اجتهاد له لاري دغه تور اوظالمانه قوانين له منځه يوسي.

ديوې پوښتني په ځواب کې ښاغلي مشرف څرګنده کړه چې هغه ددغو قوانینو دتطبيق په برخه کې ځيني انتظامي او اداري بدلونونه راوستلي وو چې له امله يې ددغه قانون کارونه او دهغې له مخي دچاپه خلاف عريضه ورکول ناشوني شوي وو.

نوموړي همداراز زياته کړه چې نوازشريف او وروڼه يې هم له طالبانو او نورو مذهبي سخت دريځو سره خواخوږي لري ،کنه نو هغوي ته په کاروه چې دطالبانو دنظریاتو او فعاليتونوغندنه يې په ډاګه کړي وای.

دا لومړی ځل ندی چې ښاغلی مشرف دقوانينو دبدلون لباره داجماع او اجتهاد غوښتنه کوي.تردې وړاندي هم ښاغلي مشرف له علماوو غوښتي وو چې هغوي دي دحدودو او قصاص په برخه کې داجتهاد له لاري يوڅه نرمي راولي. خو دپاکستان او نړۍ نورو علماوو دهغه دا ډول غوښتنه رد کړي  وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د