fbpx

د بلغم زیاتوالی؛ لاملونه او د مخنیوي غوره لارې چارې!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۷ل): بلغم یا خراشکې چې په انګریزۍ کې ورته «Mucus» وایي، د هر انسان په بدن کې موجود وي، او ددې شتون د بدن لپاره ګټور دي ، په دې کې ځینې داسې مواد شتون لري چې د هوا باکتریاو څخه انسان ژغوري.

خو د ټوخي یا د سینې خرابوالي پرمهال خراشکې زیاتیږي، دغه مهال یې د مخنیوي لارې په کار اچول مهم دي ځکه چې دا د یوې نه یوې ستونزې رامنځته کېدا نښه وي، دغه ناروغي زیاتره په ژمي موسم کې رامنځته کیږي.

بلغم یا خراشکې ولې زیاتیږي؟

پورته مو وویل چې خراشکې د هر انسان په بدن کې تر یوې اندازې شتون لري، خو د ډیروالي پرمهال دا معنا ورکوي چې په بدن کې کوم بدلون رامنځته کیږي، ددې زیات لاملونه دي، حساسیت «الرجي»، د پوزې او ستوني خراشکې، د سږو خراشکې، نشه یې توکي او یا د هاضمې سیستم خرابوالی.

کله د کوم ډول حساسیت له کبله هم د خراشکې ستونزې رامنځته کیږي، چې د ټوخیدو پرمهال او یا د پوزې بهیدو پرمهال راځي، د خراشکې او سینې ناروغۍ زیاتوالي پرمهال په خراشکو کې وینه هم رامنځته کیدلی شي چې د سختې ناروغۍ نښې دي.

د خراشکې زیاتوالي مخنیوي لارې چارې:

زیاتې اوبه څښل: په زیاتو اوبو څښلو سره به مو خراشکې له سختۍ څخه نرم شي، زیاتره ستونزې د سختو خراشکو څخه رامنځته کیږي، د حساسیت لرونکو لپاره په داسې حال کې اوبه څښل تر ټولو غوره دي، په بدن کې د اوبو کموالی خراشکي سختوي چې له کبله یې انسان ته ډیرې ستونزې ولاړیږي.

مالګینې اوبه غرغړه کول: یو ګیلاس ګرمو اوبو کې نیمه کاشوغه مالګه ګډه کړئ او بیا پرې د ستونې غرغړه وکړئ، د خراشکو په مخنیوي او د ستونې ناروغۍ ښه کولو کې خورا ښه مرسته کوي.

بلغم بهر توف کړئ: پوزه سوڼ کړئ، په اصطلاح باید کوښښ مو دا وي چې بلغم یا خراشکې د تیریدو پر ځای باید د پوزې له لارې بهر کړل شي، په دې سره به مو د خولې پاکوالی وشي او د کولمو ستونزو ګواښ به هم راکم شي، خو باید د پوزې سوڼوالي پرمهال له نرمښت څخه کار واخلئ، ځکه په سختۍ سره کول یې غوږونو او سترګو ته زیان رسوي.

یوکلپټس تېل استعمال کړئ: په یوکلپټس تېلو سینه غوړه کړئ، یا څو څاڅکي تړمو اوبو کې واچول شي او بیا وڅښل شي، دغه تېل د باکتریاو له منځه وړلو ځانګړتیا لري، چې د زکام، ټوخي، ستوني او د ساه اخستلو ستونزو مخنیوی کوي.

شاتو استعمال: شات خوړل د سینې دردونه ښه کوي، خو یوه بله لار یې داده چې لږه اندازه شات به اوړو او زیتون تېلو کې ښه ګډ کړئ، بیا به یې په یوه ټوټه کې تاو کړئ او د شپې لخوا یې پر سینه وتړئ.

سوډا او شات: همدا ډول یوه کاشوغه شات، نیمه کاشوغه سوډا او درې څاڅکي د لیمو اوبه به په یو ګېلاس ګرمو اوبو کې ګډ کړئ، بیا یې وڅښئ، د ناورغۍ پرمهال دغه څښاک هره ورځ وکړئ! دا مو سږي پاکوي او د ټوخي په مخنیوي کې خورا ګټور ثابتیږي.

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صفت الله
میلمه
صفت الله

کلپټس تیلو څخه مو موخه ویکس دی؟ کنه څه دی؟