fbpx

مولانا سمیع الحق د یوه مذهبي عالم په توګه

شاهد (غزنیوال)

د تیري جمعې په ورځ د حقانیه دار العلوم مهتمم او د پاکستان یو مشهور دیني عالم مولاناسمیع الحق د پاکستان په راولپنډۍ ښارکې په خپل کور کې د نامعلومو خلګو لخوا په مرګونې برید کې ووژل شو.

مرحوم مولانا سمیع الحق ترسیاسي او ټولنیز شخصیت وړاندې یو پیاوړی مذهبي عالم و ، سره له دي چې په سیاسی لحاظ د جمعیت علماء اسلام (س) برخې رئیس، د پاکستان د مشرانو جرګې غړی او همداراز په تنظیمی سطحه د پاکستان د دفاع او امنیتي کمیسیون مشر هم و ، خو د نوموړي د ورځني فعالیت ډیر ترکیز د دیني علومو په تدریس او د حقانیه دارالعلوم په اړونده علمي کارونو باندې و.

حقانیه دارالعلوم د جنوبي آسیا په کچه تر دیوبند دار العلوم ، نیوټاون ، کراچي دار العلوم او خیرالمدارس ملتان وروسته په پنځمه مرتبه مشهوره مدرسه ده چې په تیرو اویا کلونو کې یې د دیني علومو په برخه کې په سلګونو زره دیني عالمان ټولنې ته وړاندې کړي چې د هغوي په جمله کې د افغانستان او سیمې په کچه مشهور دیني او جهادي شخصیتونه او سترمذهبي عالمان هر يو مولوي محمد يونس خالص او مولوي جلال الدين (حقاني) هم دي.

مولانا صاحب چې د عمر ټوله برخه یې په تعلم ، تعلیم او تدریس کې تیره شوې د پاکستان، افغانستان، بنګله دیش ، بورما او حتی منځنۍ اسیا د اکثریت دیني عالمانو استاذ پاتي شوی او د ده په لاسونو به هرکال په حقانیه مدرسه کې په زرګونو له دیني علومو فارغ شویو عاالمانو ته د فضیلت پګړۍ ور پر سرکیدلي.

مولانا صیب چې اصلا تعلق یې هم له افغانستان سره دی د افغاني قضیې په اړه شرعي موقف درلود.

او هغه دا چې هم یې د شوري اشغال په مهال د خپلو ورڼو افغانو حمایت کړی او هم د امریکايي اشغال په مهال په خپل قول اوعمل د هغوی ترڅنګ پاتي شوی دی.

د نوموړي فتوی د وخت او زمان تابع نه ، بلکې د شرعي علم تابع وه ، له همدې امله یې په داسې سختو شرائطو کې د مجاهدینو حمایت وکړ چې په هغه وخت کې دا حمایت د سړي د ژوند په بیه تمامیده.

په داسې حال کې چې پاکستان د خپل اویا کلن تاریخ له ترټولو حساسو شیبو څخه تیریږي، چې په دغه حساس وخت کې د مولانا صاحب وژنه خپل سیاسي او مذهبي توجهیات لري.

خو که په تقریبا تیرو دوو لسیزو کې په پاکستان کې د مشهورو علماوو د وژنې لړۍ ته وکتل شي نو تر ډیره پورې هغه مذهبي انګیزه لري چې د یوشمیر مذهب ضد حلقاتو لخوا تر سره کیږي.

په پاکستان کې د مذهبي علماو د قتلونو په دې سلسله کې د دې هیواد ترټولو ستر مذهبي عالم او د ختم نبوت د نړیوال تحریک مشر مولانا محمد یوسف لدهیانوي رحمه الله په ۲۰۰۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ووژل شو.

همدا راز تر هغه وروسته یو بل ستر مذهبي عالم مفتی نظام الدین (شامزيي ) رحمه الله په ۲۰۰۴ کال کې د کراچي په ښار کې ووژل شو.

مولا حسن جان مدنی رحمه الله چې په عربي نړۍ کې یې په دوهم امام بخاري شهرت درلود په ۲۰۰۷ کال کې په پیښور کې ووژل شو.

مولانا مفتي حبيب الرحمن د پاکستان د علمي مجلس مشر په ۲۰۱۶ کې د کراچۍ په ښارکې ووژل شو.

له دې پرته نورهم ډیر پاکستانی علماء په مختلفو وختونو کې وژل شوي خو د وژنې اصلي لامل یې د لادینه حلقاتو په خلاف د هغوي مذهبي جدو جهد و چې د مولانا سمیع الحق د وژنې اصلي لامل هم د رسالت د توهین په اړه د نوموړي هغه وروستۍ وینا وه چې پاکستاني ولس ته يي واور وله.

سره له دې چې مولانا په حکومتي لحاظ هم د پاکستان په سیاست کې مطرح شخصیت و خو هغه څه چې د ده ستره هستي او د ژوند لویه سرګرمي وه هغه حقانیه دار العلوم دی چې اوس بالفعل هم ورکې په زرګونو طالبان دیني زده کړې کوي.

حقانیه دارالعلوم چې له نن نه خواوشا ۷۰ کاله وړاندې د مولاناسمیع الحق د والد صاحب مولانا عبدالحق صاحب لخوا تأسیس شوې ، چې د هغه د مؤسس تر وفات وروسته هم هغسی پرجوشه پاتې شوه او د طالبانو شمیر يي لازیات شو.

اوس به هم حقانیه دارالعلوم د مرحوم شهید مولانا په شهادت سره هیڅ نه متضرره کیږي ، بلکې د هغه د خلف او روزل شویو شاګردانو په مټ به د اسلام د دفاع د یوه فکري او علمي مورچل په توګه همداسې فعاله پاتي کیږي…

ان شاء الله وماذالک علی الله بعزیز.

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حیران
میلمه
حیران

دا مولوی نه بلکی یو ### او د بی ګناه افغانانو او مسلمانانو اصلی قاتل څو لسیزی تیر شوی. ځکه دی پدی ښه پوهیدل چی د ده خپل ملک کی اسلامی نظام نه بلکی کفری نظام ده، د ده د ملک چاری د اسرائیلو او انګریز له لوری په مخ وړل کیږی، د ده د ملک اردو ټوله انګریز او روس او چین تربیه کولو د مسلمانانو د وژلو لپاره او د ده ملک کی فسق فحشا اوج ته رسیدلی وه خو ده هیڅ کله د هغی په یو مقابل کی وندریدل او نه خپل هغه غږ پورته کړل کوم… نور لوستل »

سفر
میلمه
سفر

بلکل ريښتيا دي

جميل
میلمه
جميل

يو بيسواده ساده هم پدي پوهيږي چي د کافر غاصب سره جهاد فرض دئ،خو چي دا ساده او بي سواده مسلمان وي ، شهيد مولانا هم همدا ويل. د الله(ج) نه علما ډيره بيره لري. علما د الله(ج) دوستان دي. چاچي د الله تعالی د د وست سره دښمني وکړه،هغه الله(ج) ته د جنګ اعلان وکړ. څوک چي د علماو عزت نکوي هغه د محمد رسول الله د امت څخه ندئ. چاچي د عالم بي عزتي وکړه،نعوذبآلله دالله(ج) بي عزتي ئي وکړه. عالم پر مځکه د نبي(ص) وارث او د الله(ج) حجت دئ. عالم دين ته تر ټولو ډير تاوان… نور لوستل »