افغانستان

وکيلان: د ولسي جرګې چوکۍ په ۴۰۰ زره ډالرو پلورل کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې يو شمير وکيلان وايي چې هغه نوماندان چې ولسي جرګې ته د ټاکنو په واسطه بريالي نه شي، چوکۍ په پيسو اخلي او ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي.

دغو وکيلانو ويلي دي چې د ولسی جرګې چوکۍ له ۵۰ زره څخه تر ۴۰۰ زرو امريکايي ډالرو پورې پيرل کيږي.

په ولسی جرګه کې د بادغيس د خلکو استازي محمد موسی جناب نن د ولسي جرګې په غونډه کې وويل چې کوم نوماندان چې په ټاکنو کې بريالي نه شي هغوی ولسي جرګې ته د لارې موندلو په موخه په پيسو د ولسي جرګې چوکۍ اخلي.

جناب وايي چې د ولسي جرګې يو شمير اوسنيو وکيلانو هم په همدې توګه جرګې ته لاره موندلې ده او د ولس په رايو نه دي راغلي.

هغه وويل چې ددې له پاره پيسې په تضمين په شهزاده سرای کې له صرافانو سره کېښودل کيږي او ترڅو چې نوماند پارلمان ته نه وي داخل شوی پيسې نه ورکول کيږي.

هغه وويل: ((کله چې د پیسو په بدل کې څوکۍ پلورل کېږي د ټاکنو ترسره کېدو ته اړتیا نه وه، هر چا چې مالي امکانات درلودل راتلل به او د ولسي جرګې څوکۍ به یې اخيستلې.))

بل لور ته د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي وويل چې د ټاکنو د پايلو ځنډول شکونه رامنځته کوي او د ټاکنو له کميسيون نه يې وغوښتل چې د ټاکنو پايلي ژر تر ژره اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي د جرګې د غړيتوب له پاره د پيسو اخيستل اوازې وبللې او ويې ويل چاچې رايه اخيستې وي هغوی به ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي.

د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د فساد او درغلۍ ګڼ راپورونه ورکول شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې وکيلان د ولسي جرګې د چوکيو د پيرودلو خبره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x