ورزش

اوکرایني کس په غاښونو د «۶۷۷» ټنه وزني کشتۍ کشولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ/ ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۷ل): د نړیوالو رسنیو راپورونو له مخې یوه اوکرایني کس د غاښونو په واسطه د ۶۷۷ ټنه وزني کشتۍ چې له بېلا بېلو مالونو څخه بار وه کش کړه او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

دغه ۴۰ کلن پهلوان کس چې «اسکیویچ» نومیږي دغه کارنامه د سلګونو کتونکو پر وړاندې ترسره کړه، چې په کې يې ۶۷۷ ټنه وزن داره کشتۍ په خپلو پیاوړو غاښونو تر ۵۲ فوټه پورې کش کړه.

دغه اوکرایني پهلوان دا کار د ریکارډونو په نړیوال کتاب کې ثبت کړ، او د اوکراین حکومت لخوا ورته اعزازي ستاینلیک هم ورکړل شو.

اسکویچ 22 ٹن وزنی ٹرام کو کھینچنے کا ریکارڈ بھی قائم کرچکے ہیں (فوٹو : یوکرائن میڈیا)

اسکیویچ د یادې کارنامې ترلاسه کولو لپاره ډيرې خوارئ کړي، نوموړی وایي چې دغه یې د ژوند یو له سترو موخو څخه و، اوس وتوانېد دغه هدف ترلاسه کړي، اسکیویچ د خپلې کامیابۍ تر شا د مور او پلار زیار او کوښښونه یاد کړي دي.

تر دې وړاندې اسکیویچ د ۲۱.۵ ټن وزن لرونکي ټرام ۲۲.۳ فوټه کش کړی و، خو اوس یې د هانا پیئو هغه ریکارډ هم مات کړ چې دده د ژوند له سترو موخو څخه و، هانا پیئو دغه ریکارډ په ۲۰۰۱م کال کې جوړ کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x