افغانستان

د فارياب والي: اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴لړم، ۱۳۹۷ل): د فارياب والي وايي چې ددې ولايت اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او د ميمنې ښار د محاصرې کړۍ ورځ تر بلې راتنګيږي.

د فارياب والي نقيب الله فايق وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د ولسي پاڅونوالو او نامسئولو وسله والو ډلو زياتوالی په دې ولايت کې د طالبانو د نفوذ د ډېرېدو لامل شوی دی.

والي وايي چې طالبان ميمنې ښار ته په غځېدلو لويو لارو ګرځې او له ښاره په نږدې ۵ کيلو مترۍ کې هم چارواکۍ سفر نه شي کولای.

فارياب د افغانستان په شمال کې يو له ډيرو نا امنه ولايتونو څخه دی چې په ډېره برخه يې له تير يو کال راهيسې طالبان واکمن دي او وايي چې په ټول فارياب کې يوازې د پنځو ولسواليو مرکزونه د دولت په کنټرول کې دي چې هغه هم د ډاډ وړ نه دي او نور ټول ولايت د طالبانو په واک کې دی.

د يادونې وړ ده چې له تير يو کال راهيسې طالبانو په دې ولايت کې ډيرې سيمې په خپل کنټرول کې اخيستي دي او له دې سره سره په ګڼو هغو سيمو کې چې د جګړې انديښنه موجوده ده خلکو خپلې کډې د ولايت مرکز ته انتقال کړي دي.

بايد وويل شي چې په تير يو کال کې ددې ولايت بيلابېلې ولسوالۍ څو ځل د طالبانو له لوري سقوط او بيرته حکومتي ځواکونو ونيولې، خو د چارواکو له انديښنو بريښي چې دا ولايت تر بل هر وخت ډیر د نا امنۍ له ګواښونو سره مخ دی.

د فارياب په څېر د غزني ولايت چارواکو هم ددې ولايت د بيا سقوط انديښنې ښودلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x