fbpx

غزل/ حمزه حسیني

حمزه حسيني

په سپینه لار ځو خپل منزل پېژنو
له ننګه ډګ ژوند د مورچل پېژنو

د غلامۍ سجدې اغیار ته نه کړو
حق الله (جل جلاله) پېژنو، باطل پېژنو

د شاتو غوړپ یې چې تل زهر ګرځي
کږه نړۍ او کوږ یې پل پېژنو

موږ مینه پایوو د خپل تن په وینو
عاشقان څه؟ د شیدو غل پېژنو

دې انقلاب والله چې ښه هوښیار کړو
ملي اتل او تش بوتل پېژنو

موږ یې چې نه ستایو خو وخت یې نه دی
کنه ګودر، منګۍ اوربل پېژنو

ترېنه ځار کړي مو دي دنګې ځوانۍ
لوړ پامیر پېژنو، کابل پېژنو

چې لېوني وي له مادیاتو پسې
کفري چوپړ کې یې اجل پېژنو

که زه ”حمزه“ درته رښتیا ووایم
ښایست د ګل، ناز د کجل پېژنو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د