نړۍ

د اټومي تړون له لغوه کولو وروسته امریکا پر ایران نوي بنديزونه لګولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او شپږو سترو هېوادونو ترمنځ له اټومي تړون وروسته پر ایران لګېدلي اقتصادي بنديزونه پورته شوي وو، خو څو مياشتې وړاندې، چې امریکا له دغه تړونه ووته، ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا پر ایران بنديزونه ولګول.

د ټرمپ ادارې وايي، چې  ایران پر نورو هېوادونو خپل تېل نه شي پلورلی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چې هند، چين او جاپان له دغو بنديزونو مستثنا دي.

پومپيو وايي، چې ایران په سيمه کې ناقراريو او  ناامنيو ته لمن وهي او سعودي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا مرسته کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير ګواښ کړی، که څوک د دغو بنديزونو سربېره هم له امريکا تېل اخلي، دوی به سخته سزا ورکړي.

بل پلو د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، چې دغو بنديزونو ته به ماتې ورکړي او د تېلو صادرات به جاري ساتي.

روحاني زياته کړې، چې د امريکا بنديزونه ناقانونه او د نړيوالو قوانينو خلاف دي.

اروپا له ایران سره د اټومي تړون کې شريکه ده، د امریکا په بنديزونو يې اندېښنه ښودلې، خو عملا د ایران مرستې ته نه ده تياره.

اسرائيلو پر ایران د لګېدلو بنديزونو هرکلی کړی دی.

د يادونه وړ ده، چې د روان کال په پيل کې د امریکا ولسمشر له ایران سره شوی اټومي تړون تر ټولو بدترين تړون بللی و او له دغه تړون څخه يې د وتلو اعلان کړی و.

د ټرمپ اداره وايي، چې ایران له اټومي تړون څخه ناسمه ګټه پورته کړې، د سايبري بریدونو، باليستيکي توغنديو او په منځني ختيځ کې د وسله والو ډلو ملاتړ تورونه پرې لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x