نړۍ

ایران : د امریکا بندیزونو ته نه تسلیمېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۷): د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي د امریکا بندیزونه ته نه تسلمېږي او نه هم بهر ته د تېلو د لېږد بهیر دروي.

حسن روحاني دا خبرې نن ماسپښین ملت ته دیوې ټلویزوني وینا په لړ کې وکړې، نوموړي وویل: « ایران د اقتصادي ترهګرۍ ښکار شوی ، او ورباندې لګېدلی بندیزونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي ، خو له دې هر څه سره سره به موږ نه د امریکا په وړاندې سر ټیټ کړو او نه به هم د تېلو د لېږد بهیر ودروو»، ده زیاته کړه «موږ به په خپل ټوک ځواک دا بندیزونه دفع کړو او بدیل به یې ولټوو».

دا بندیزونه چې په (۲۰۱۵ م) کال د امریکا او ایران تر منځ د هستوي وسلو اړوند معاهدې تر لاسلیک وروسته لیرې شوي وو د ټرمپ له لوري ددې معاهدې تر لغوه کولو وروسته تېره ورځ د «نومبر ۵» په یو ځل بیا په ایران وضع شول.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ددې بندیزونه د موخې په اړه وویل : «موږ به ددې بندیزونه په مټ په سیمه کې د ایران نفوذ را کم کړو او ایراني چارواکي به اړ کړو څو د هستوي وسلو له پروګرام څخه لاس واخلي».

ددې بندیزونو له مخې به د ایران د تېلو صادرات ، د سمندري بېړۍ جوړولو صنعت ، بانکي سیسټم او له نړۍ سره سوداګري روابط را محدود شي او له اقتصادي پلوه به ایران بشپړ فلج شي.

تېره دوشنبه ددې بندیزونو په وړاندې د ایران په ګڼو ښارونو کې پراخ لاریونونه وشول ، لاریون کوونکو چې د <مرګ په امریکا> شعارونه یې ورکول په ایران لګېدلي بندیزونه وغندل او دا یې له نړیوالو قوانینو خلاف کار وباله.

تر دې وړاندې فرانسې ، جرمني ، انګلستان او د اروپايې اتحادیې د بهرنیو چارو مشر به یوه ګډه اعلامیه کې په ایران لګېدلی بندیزونه غندلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x