
تیره میاشت بیا هم د مرګونو او ویرونه میاشت وه
نن ټکی اسیا – سرلیکنه
د رسنیو د ورستیو سرشمیرنو له مخې په تیر اکتوبر کې د سپټمبر په پرتله په بريدونو کې ٩١ سلنه ډيروالى راغلى چې له امله یې ٢٥٥٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د دغو سر شمیرنو له مخې د تېر کال په لومړيو لسو مياشتو کې په منځنۍ کچه څه باندې ٢١٦٠٠ کسان مړه او ژوبل شوي وو، خو د سږ کال په لومړيو لسو مياشتو کې دا شمیره ٢٣ زره ته لوړه شوې ده.
د ولسي افغانانو د وژنو دغه بوږنوونکې ارقام په داسې حال کې مخ پورته روان دي چې تیر کال امریکايي ولسمشرډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د دولتي حاکمیت د ټینګښت او طالبانو د ځپلو په پلمه جنګي ستراتیژي اعلان کړه .
سږکال د همدې خونړۍ ستراتیژي د کلیزې په پوره کیدو سره د ولسي افغانانو پردغومره لوړې مرګ ژوبلې سربیره د سیګار د راپور له مخې ګډ حکومت نوره هم دولس سلنه واکمنې د طالبانو په مقابل کې له لاسه ورکړې ده.
د ویر ځای دا دی چې نه امریکایان او نه د هغوی بي ضمیره اردلیان دا محاسبه کوي چې ولي د بیوزله ولسي افغانانو له وینو سره دغومره بي پروايي کیږي؟
ولسمشر غني چې د ده د فاسد او بیواکه حاکمیت یواځیني لاسته راوړنه له امریکایانو سره لعنتي امنیتي تړون دی بیا د خپلو نیمګړیو پروژو د پوره کولو په پلمه غواړي ځان د راتلونکو ټاکنو لپاره کاندید کړي.
د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارک ارشاد له مخې چې مفهوم یې دی :”کله چې دې حیاء له لاسه ورکړه بیا چې دې څه زړه غواړي هغه کوه”.
د اشغالګرو د بمونو په زور پر ولس تپل شوي دغه چارواکي یقینا چې د پورتني حدیث ښکاره مصداق دي چې د انساني ضمیر په تر پښو لاندې کولو سره یې د شرم، حیاء او ننګ ټولې پولې نړولې دي.
ولس مشرغني د هیواد د لومړي نمبر مسؤل په توګه خپله څلورنیم کلنه دوره ټوله په دروغو او عهد شکني باندې تیره کړه ، کومې ژمنې چې یې د ولسمشرۍ د تحلیف په ورځ له ولس سره کړې وې له هغو څخه د یوې په پوره کولو هم و نه توانیده ، خو د دې با وجود په خوارا سپین سترګې غواړي یوځل بیا د اشغلګرو د بمونو او بریدونو په زور پر ولس ځان تحمیل کړي او د هغوي پاتې نسل هم د ټرمپ جنګي ستراتیژي د پلي کولو قربانیان کړي.
حسبنا الله ونعم الوکیل!
پښتانو او مسلمانو ورڼو. څلویښت کلنی جګړی نه یوازی دا چه زموږ ګران وطن یی لوټی لوټی کړ،بلکه عقل او شعورمو په په پرا خه پیمانه زیانمن شو.دا جګړی داسی یو حالت ته رارسولی یوو،چه د خپل وطن دار مسلمان پشتون په مر ګ خوشحالی کوو،بل حالت یی دا چه په خپل وطن دار پښتون مسلمان پسی،له امریکا،روسیه ،پنجاب څخه وژونکی اسلحی راوړو او خپل تربور پښتون مسلمان په وژنو. د دی علت دا اوږده جګړه ده.چه زموږ او تاسو یی اقتصادی،عقلی.او شعوری خوار کړی یو.ثبوت یی دا چه د یو څو ډالرو .روبلو،کلدارو ګټلو لپاره د خپل پښتون مسلمان… نور لوستل »
سینځله خوری سلامونه او نیکی هیلی،بهترینه تبصره د کړیده،کاش چه دا چارواکیو هم د ستاسو په شان معقول نظر درلودی،خو متاسفانه زموږ ټول چار واکی په یو پوری تړلی دی.مثال دولت امریکا پوری تړلی ،طالیبان په پاکستان او روسیه ایران پوری تړلی دی،په همدا جنګونو کی یی ګټی دی،د هر جنګ ، عملیات. ځان ته بیه لری،او څومره چه تلفات ډیر وی دومره یی پیسی او قیمت د جنګ لوړ وی، دا هر څه ما په خپلو سترګو لیدلی دی،د هر سړی وژل ځان ته بیه ده،له عسکر څخه تر وزیره پوری.او له طالیب څخه تر مولوی پوری،جدول پروت دی… نور لوستل »