افغانستان

سوداګرۍ خونه: پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونه افغانستان هم متاثره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم ۱۳۹۷): د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د امریکا له لوري پر ایران د دویم پړاو تازه اقتصادي بندیزونه به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري هم په جدي ډول اغېزمنه کړې.

د یادې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، له بهرنیو هېوادونو د ایران د عباس بندر، چاه بهار بندر او د ایران له لارې افغانستان ته هره ورځ 1000 کانتینرونه راځي، چې پر ایران بندیزونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم زیانمنه کړي او ښايي د امریکا د بندیزونو له امله پر افغانستان هم اغېز وکړي.

امریکا په تازه اقدام کې د ایران پر بانکي حسابونو، د نفتو پر پلور او د بیمه خدمتونو بندیزونه ولګول. د چاه بهار بندر له پرانیستو وروسته افغان سوداګر ډېری سوداګریز توکي له دغه بندره افغانستان ته راوړي، چې د امریکا د نویو بندیزونو له امله دوی ته هم زیان رسېږي.

دوه ورځې وړاندې امریکا پر ایران نوې بندیزونه ولګول، چې تېره ورځ یې پر ضد په ایران کې سختې مظاهرې هم وشوې او له امریکا وغوښتل شول چې خپل بندیزونه بېرته واخلي.

د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه درې میلیاردو ډالرو ته رسېږي، چې نوې بندیزونه به دغه شمېر ډېره راښکته کړي.
تېره ورځ ناوخته د ایران ولسمشر حسن روحاني ګواښ وکړ، چې ایران به د خپلو نفتو پلور ته دوام ورکړي او د امریکا بندیزونه به وننګوي. له ایران ډېر نفتي توکي جاپان، سویلي کوریا، عراق او یو شمېر نور هېوادونه اخلي.‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x