افغانستان

ولسي جرګه: د مسکو ناسته کې د حکومت نه ګډون، بلواکي په ډاګه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د راتلونکې جمعې پر ورځ د افغان سولې اړوند د مسکو ناستې خبر ورکړل شوی دی، چې روسیه وايي طالبان او د سیمې ‏د ۱۲ هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي‎. ‎

دغه ناسته چې دوه میاشتې وړاندې ترسره کېدله، د محمد اشرف غني په وړاندیز وځنډول شوه، چې د تازه ناستې په اړه ‏يې طالبانو تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي‎. ‎

حکومت ویلي دوی په دې غونډه کې برخه نه اخلي، خو د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي د دوی پلاوی به د دې شورا د مرستیال دین ‏محمد په مشرۍ په دې غونډه کې برخه واخلي‎. ‎

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي په دې غونډه کې له څرګند دلیل پرته د حکومت نه ګډون د حکومت بلواکي په ډاګه ‏کوي‎. ‎

د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي له طلوع تلویزون سره خبرو کې وویل، د حکومت دا دريځ ښيي چې نه دوی د خپل واک دي او نه هم د سولې لپاره ‏رښتینې اراده لري‎. ‎

هغې وړاندې زیاته کړه، حکومت پخپله اعتراف کوي چې د سولې په خبرو اترو کې حاشیې ته ټېل وهل شوی، د دې په ‏وینا ځکه ټېل وهل شوی چې حکومت د سولې اراده نه لري‎.‎

د سولې شورا نه دي ویلي چې د دوی پلاوی به مسکو ناسته کې څومره صلاحیت ولري او ګډون به يې د حکومت له ‏استازیتوب پرته څه اغېز ولري‎. ‎

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له مسکو ناستې د انکار چندان دلیل نه لري، خو د دې وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، دوی اټکل کړی امریکا به هم ‏پکې برخه وانه خلي‎. ‎

د مسکو ناستې لومړی ځل کېدل هم وروسته له هغه وځنډېدل چې امریکا بې ګټې وبلله او ډاکټر غني د هغوی پر پله ‏کېښود او د ځنډ غوښتنه يې وکړه‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x