
سیاسي ګوندونو د نظام د بدلون طرحه وړاندې کړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د ځينو سیاسي ګوندونو او څېرو یو ګډ حرکت «لوی ملي ائتلاف» د نظام د بدلون لپاره طرحه برابره کړې ده.
دوی وايي په ولسمشریزو ټاکنو کې به د هغه چا ملاتړ وکړي چې له دې طرحې سره موافقت وکړي.
د سیاسي ګوندونو په دې طرحه کې په نظام کې د لومړي وزیر چوکۍ زیاتول، د ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو یو ځایي ترسره کېدل، د ولسمشر مرستیالان درې تنه ټاکل او د ولایت په سطحه هم د چارواکو انتخاب د ټاکنو له لارې د دوی د طرحې عمده برخې دي.
په دې سیاسي حرکت کې شریک د جنبش اسلامي غړی عبدالله قرلق په کابل کې له یو خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وویل، دوی د ډاکټر غني په شمول احتمالي نوماندانو ته په تمه دي چې کوم يو ورسره د توافق سره ښوروي.
وړاندې تر دې د ډاکټر غني مرستیال او د جنبش مشر جنرال دوستم ویلي و، په ولسمشریزو ټاکنو کې به هغه څوک بریالی وي چې «لوی ملي ائتلاف» يې ملا وتړي.
ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې د را روان لمریز کال د حمل په وروستۍ ورځ ترسره شي.
د دې ټاکنو لپاره محمد اشرف غني، حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، انوارالحق احدي، عمر داودزی او رحمت الله نبیل په احتمالي نوماندانو کې یادېږي.