افغانستان

طالبان: نفوذي بریدونه ثابتوي؛ افغانان په پیسو نه اخیستل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): درې ورځې وړاندې پلازمېنه کابل کې د ځانګړو ځواکونو یو افغان عسکر پر امریکايي روزونکو ټوپک ور واړوه او د ناټو د تایید پر اساس یو تن يې وواژه او بل يې ټپي کړ.

طالبانو په همدې مناسبت اوونیزه تبصره خپره کړې، چې د دوی رسمي دریځ څرګندوي او پر امريکايي ځواکونو يې غږ کړ چې افغانان په پیسو نه اخیستل کېږي.

د «اشغالګرو ته د نفوذي بریدونو پیغام» تر سرلیک لاندې په دې تبصره کې راغلي، چې دې بریدونو ثابته کړې چې د بهرنیانو پر ضد د افغانانو کرکه اوج ته رسېدلې ده.

«ځانګړي ځواکونه د امریکایانو هغه داخلي اجیران دي چې په ډیر دقت او له ژورو پلټنو وروسته ورته کسان انتخابیږي، دا چې د همدې ځواکونو له منځه په لوړپوړو امریکایي روزونکو ډزې کیږي، معنی یې دا ده چې په افغانستان کې د اشغال ضد ذهنیت تر هر ځایه رسیدلی او اوس هیڅ پوځي یا ملکي جوړښت، اداره او محل هم د امریکایانو لپاره امن نه دی.»

تر دې پېښې وړاندې په هرات کې د طالبانو نفوذي بریدګر چکي عسکرو ته مرګ ‌ژوبله واړوله او تر هغه وړاندې يې کندهار ولایت مقام کې د ننه برید وکړ.

دې بریدونو د افغان عسکرو تر منځ د بې باورۍ تر څنګ بهرني روزونکي هم پر دوی د باور صفر درجې ته راښکته کړل او ويې ویل، چې نور به له افغان عسکرو سره د انټرنیټ له لارې اړیکي نیسي.

طالبان هم وايي چې دې بریدونو د بهرنیانو او کورنیو عسکرو تر منځ بې باوري غښتلې کړې ده: «دا افغان عسکرو له منځه په امریکایي اشغالګرو د وژونکو بریدونو ناتمامه سلسله چې د اشغالګرو او ګوډاګیانو تر منځ پرلپسې بې باوري زیاتوي، روحیه یې له منځه وړي،د خطر او تلفاتو کچه یې لوړوي او د اسلامي امارت د مجاهدینو په ژوره پوځي پلان ګذارۍ او پراخ لاسرسي دلالت کوي.»

تبصره وړاندې زیاتوي که امریکایان دلته د اشغال د دوام فکر کوي، نو باید تل د خپلو عسکرو، جنرالانو او پوځي چارواکو د مرګ‌ژوبلې لپاره تیار واوسي.

په وینا يې که دلته د د دوامي حضور نیت لري، «نو باید تر ابده همدا د ډار او اضطرار حالت وزغمي، همیشه باید د جنرالانو په کچه دخپلو لوړپوړو کسانو د مرګ ژوبلې زغم ولري. او دلته داوسیدو په حال کې باید هر وخت، هر ځای او له هر چا د مرګوني خطر احساس ولري.»

کابل کې د شنبې ورځې برید طالبانو د خپلو کسانو کار ونه ګاڼه خو د دې افغان عسکر چې پر بهرینانو له برید وروسته بل افغان عسکر وواژه، احساس يې ستایلی او هغه يې با احساسه ځوان یاد کړی دی.

د تبصرې وروستۍ برخه کې يې هم هیله ښوودلې، چې دا ډول بریدونه به نور هم ډېر شي: «تمه کیږي چې په نږدې راتلونکې کې به دا ډول بریدونه نور هم زیات او د مسلح جهاد د یوه مهمې او اساسي برخې په حیث مطرح شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx